 | | | شاه ځوان د ١٥ کلونو راهيسې په هنرى چارو بوخت دى |
تيره اوونۍ مو ځوان سندرغاړى شاځوان منور اوومى سټوډيو ته رابللى وو . شاځوان شاوخوا ٣٣ کلن دى او د ننگرهار دکوز کونړ د خيوې ولسوالى د شگې په کلي کې نړۍ ته راغلى دى . تر دوولسم ټولگي پورې ېې د سيدجمال الدين افغان په ليسه کې زده کړې وکړې او د ښوونځي تر پاى ته رسيدو وروسته عسکري خدمت ته ولاړ. د ډاکتر نجيب ا لله تر واکمنى وروسته چې په هيواد کې خپل منځي جگړې پيل شوي بيا نو دى هم پيښور ته کډه شو او تر اوسه لا هملته اوسي. د خداى بښلى منور تر مرگ وروسته يي په سندرويلو پيل وکړ او تر اوسه سندرې وايي او د هنر په چاره بوخت دى . واده يې کړى او اووه بچيان لري چې له دوو پرته ټول ښوونځي ته درومي. |