|
سندرغاړى رحيم شاه مو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونۍ مو د اوومې ستوديو ميلمه ځوان او خوږ غږى سندرغاړى رحيم شاه وو. رحيم شاه په ١٩٧٦ م کال کې د اپرېل پر درېمه په کراچۍ کې زيږيدلى دى. زده کړې يې په همدغه ښار کې ترسره کړي دي.د موسيقي ډگر ته يې په ١٩٨٨ م کال کې مخه وکړه او د لومړنۍ سندرې په ويلو سره يې د سندرو گڼ شمېرمينه وال ځان ته ورمات کړل. نوموړي د پښتو تر څنگ په فارسي ، اردو، سندي او نورو ځايي ژبو په زړه پورې سندرې ويلي دي. دده يوه هغه ولسي سندره چې وايي ''اول به کله کله غم وو اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه '' په خلکو کې ډېر زيات شهرت پېدا کړ. د پښتو ټپو دغه ولسي سندره يې بيا وروسته کټ مټ د پښتو په ډول په اردو کې هم ويلې وه چې سروکى يې داسې ويل شوى دى ''پهېلې تو کبهي کبهي غم تها اب تو هر پل هي تېري ياد ستاتي هې '' دغى ولسي سندرې په خلکو کې دومره زيات ځاى وموند چې بيا وروسته يوه هندي سندرغاړي هم وويله. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||