BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:06 گرينويچ 2005 ,20 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ژورنالست سندرغاړى حفيظ گردش !

گردش
حفيظ گردش ژورنالست دى ښاىى دغه علت وي چې سي ډي او کسټ يې نه مونده کيږي
دا مې د ژوند له ښو ماښاميو څخه يو وو . د لومړي ځل لپاره مې د يو داسې سندر غاړي له اواز څخه خوند اخيسته چې نه يې په بازار كې كيسټ يا سي ډي پيدا كيږي او نه په كنسرټونو كې لېدل كيږي .

نه پوهيږم چې لامل يې څه دى ؟. ښايي د سندر غاړي ژورناليسټكې بوختياوې ددې لامل ګرځېدلې وي چې د خپل هنر د ښكاره كولو لپاره وخت پيدا نه كړي .

ده د محمد اسماعيل يون ، خداى بښلي محمد اسحاق ننګيال ، نور محمد لاهو غزلې او سپين شعرونه په داسې ښكلې سندريزې ګاڼې پسوللي ( كمپوز كړي ) وو چې په ويلو سره به يې د محفل ګډون والو ته بل شانې خوښي وربښله .

نه پوهيږم چې جادو چېرته وه ؟ . يا د سندر غاړي په اواز كې جادو وه او يا د شاعرانو په شعرونو كې .

په پيل كې ماته داسې بريښېدله چې سندر غاړى به دومره كمال ځكه ونه لري چې په كنسرټونو كې نه دى لېدل شوى او نه يې كيسټې شته . په همدې فكرونو كې وم چې د حمزه بابا په دې غزل
(( يار په اينه كې پسرلى زرغونولى شو
سوال زما د زړه چې په كې راغى اشنا غلى شو .

يې محفل پرانيسته ، په غږ كې يې بل ډول جادو وه . تاسواوس په دې محفل كې له ډاكټر صاحب ناشناس نېولې ټول غزلبول سندرغاړي موندلى شول . دده هنر دومره ځلېدلى وو چې كټ مټ يې د استاد هماهنګ دري غزلې د هغه په څېر اورولې .

خو كله چې يې د خداى بښلي ننګيال سپين شعر

(( بنګړي واله توړۍ بيا په كلي راغله
بنګړيواله شړنګ پر ولو د ښايسته رنګونو څانګه
بنګړيواله زمونږ دكلي د زلميو د (تالعو) د نازكې غوټۍ وږم
بنګړيواله زمونږ د كلي د پيغلوټو د اختر د شېبو زيرى

پېل كړ نو پر ګرد محفل يې جادو خپره كړه . له همدې سره د سندرغاړي د هنر بېلګې پيل شوې .

دا خبريال او هنروال ، سندر غاړى حفيظ الله ګردش وو .خبريال مې ځكه ورته وويل چې په افغانستان كې د سولې او جګړې له انسټيټوټ سره د خبريال دنده پر مخ بيايي .

ګردش راته وويل چې څنګه يې د ننګيال پر شعرونو شپې سبا كړي دي او نه يوازې يې د بنګړيوالې شعر بلكې د هغه ډېر نور شعرونه كمپوز كړي دي ..د جګړو د هغو دردونكو شپو ورځو شيبې هم په كې وې چې د خداى بښلي ننګيال په څېر يې ډير نور بې كوره او بې اوره كړل .

ننګيال د افغانستان داسې يو شاعر وو لكه د ناوې د بڼو څوكې . مانا لكه ناوې چې په اوږدو او كږو بڼو ښكلې ښكاري . پوهاند ډاكتر مجاور احمد زيار بيا اسحاق ننګيال يو رښتينى ، ريالست او هيومانيست انقلابي شاعر بللى دى او دا يې هم لا ور سره په يوه ليكنه كې زياته كړې وه چې د لارښونې وياړ به يې د ژوند تر پايه خپلو اوښكو ساتي .

 حفيظ گردش په افغانستان كې د سولې او جګړې له انسټيټوټ سره د خبريال دنده پر مخ بيايي

شاعر او ليكوال صديق الله بدر راته وويل چې نغمې او منګل كلونو په خوا د ننګيال دا شعر چې وايي(( اې ښكاري اشنا درته سلام كوم ....تر پايه )) په يو فيسټوال كې اورولى وو په هغه فيسټوال كې دوى لومړى مقام تر لاسه كړى او جايزه يې ګټلې وه .

ګردش دده شعرونه ډير په مينه كمپوز كړي خو ټول خلك يې ځكه له اوريدو بې برخې پاتې دي چې ده په خپل خواږه غږ كې ددې شعرونو د وړاندې كولو هڅه نه ده كړې .
ډير يې ښايسته كمپوز كړي دى . دا شعر يې په يو ځانګړي هنر په خپل جادو ګر اواز كې وړاندې كړ.

هغلته لرې يو سپين اس ولاړ دى
لكه د ګلو پرخه
لكه د قو بڼكه
لكه د ښكلي يار د سپينو غاښو سپينه بريښنا
لكه اوبو كې د ښايسته وو ښاپېريو د مړوندونو سيورى

هغه وخت چې د حفيظ الله ګردش له خولې راووتل چې ((
دا كلى مه ورانوئ
دا كلى مه ورانوئ
ګورئ چۍ هلته د شنو ولو د شنو سيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو د پاسه
يو كوچنى پروت دى
يو كوچنى ويده دى
او تر وړې لوپټې لاندې
په خوبوړو سترګو
د ناز په غيږه كې كوچني شينكي خوبونه ويني
دا كلى مه ورانوئ

شعرونو او د ګردش موسيقۍ به په هغه شپه د محفل ګډون وال ناڅاپي پر كابل جان راكټ ورونكو هغو كلونو او دردونكو شيبو ته بوتلل چې په ترڅ كې به يې هره ورځ په سلګونو افغانان بې موره پلاره ، بې وروره ، بې خوره ، بې ځويه او بې لوره شول . ډيرو په كې ژوند له لاسه وركړ او هغه شيبې چې ننګيال به د جګړې د مرميو د بې ګناه قربانيانو په ياد د راكټونو د ګوليو د سپرغيو لاندې شعرونه ليكل او تل پاتې ادبي پانګه يې پر ځاى پريښوده .

خبره په پورتني شعر كې وه ، كله چې ګردش دا شعر په سندريز ترنم لوستلو نو ما فكر وكړ چې جادو د شاعر په الفاظو كې ده چې خپره جادوګر غږ كړه او همداسې هم وه . د محفل زياتره ګډون والو او يو ډير دروند ميلمه او د پښتو موسيفۍ مينه وال چې(( نه غواړم نوم يې واخلم))هم هلته ناست وو ، راسره ومنله چې (( دا رښتيا هم جادوګر غږ دى ! )) .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت