BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:05 گرينويچ 2005 ,16 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ترکي ناول کښوونکي محاکمه وځنډول شوه
پموک
د پموک په قضيه کې قاضي د عدليې د وزارت له خوا اجازه د ځنډ دليل وبلله .
د ترکيې د مشهور ناول کښوونکي اورهان پموک محاکمه د فبرورى تر مياشتې پورې ځنډول شوې ده .

دى د ترکي ملت د سپکاوي په تورن تورن دى . دۀ له يوې مجلې سره په مرکه کې ويلي وو چې يو ميليون ارمنيان او ٣٠٠٠٠ کردان په ترکيه کې په بيلا بيلو وختونو کې وژل شوي دي خو څوک پرې د څه ويلو زړۀ نه شي کولى .

په استانبول کې د محاکمې تر پيل لږ وروسته قاضي وويل دى د عدليې د وزارت له خوا ليک غواړي چې د دغې قضيې په برخه کې له خپله اړخه د تاييد مهر ولگوي .

ښاغلى پموک په داسې حال کې محکمې ته ننوت چې ملاتړو او مخالفانو يې د محکمې دالان ډک کړى وو .

ملاتړو يې د دۀ په گټه نارې وهلې او مخالفانو يې دى د وطن دښمن بالۀ . گڼ شمير خبريالان هم حاضر وو .

د دۀ ملاتړو ويل چې دغه محکمه د بيان د ازادۍ لپاره د اروپايي ټولنې پر غوښتنې سيورى غوړوي .

ترکيه هيله منه ده چې د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي .

داسې باور دى چې په ترکيې کې تر ٦٠ ډير ليکوالان او خپروونکي له دې ته ورته تورونو سره مخامخ دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت