BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:01 گرينويچ 2005 ,15 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښاپېرۍ نغمې ٢٥ کلنې شوې

نغمه
ټيک ٢٥ کاله وړاندې نغمې خپله لومړنۍ سندره ويلې وه .
په پښتنو کې هم لکه د نورو ولسونو، هنرمند له خپل زمان سره تړلی وي او چې دا تېر شي نو هغه هم هېر شي.

زما بچو ته اوس هغه فلمي ستوري او سندرغاړي د افسانوي کيسو اتلان برېښی چې موږ به يې په ليدو پسې سرگردان وو او چې کله مې د کوم يوه نوم په څه تړاو خولې ته راشي، نو له هر گوټ نه د ملامتۍ باران را واوري: «پلاره ته هم د کومې زمانې خبرې کوې!»

يو ځل مې د يوې نوې را دبره شوې پښتنې سندرغاړې هنر همدا دوبی په کابل کې پر هنداره کوت. څنگ ته ناست انډيوال د خپل هنري انتخاب د ستاينې په لړ کې ما ته کړه چې : ډېره مشهوره شوې، نن سبا خو يې د نغمې ځای نيولی دی!

مانا داچې لا نغمه شوې نه ده، خو نن دی که سبا، شي به.

بده خو نده، پرېږده چې د نغمو دود روان پاتې شی، يوازې مري دې نه، ځکه چې بې نغمو وطن مو هم وليده، خوند يې نه درلود.

د احمدشاهي ښار ښاپېرۍ د تېرو دوه - دريو لسيزو نغمه وه: د ښوونځي پر تياتر، د راډيو پر سټيژ او د ټلوېزيون پر پاڼه د هغې واک چلېده.

د سندرو په څېر ننداره ييز هنر کې دا يوازې غږ نه دی چې د هنرمند د شهرت ماڼۍ پرې جوړېږي، نور عوامل هم پکې ونډه لري.

يوه استاد مې د احمدظاهر د هنر په ارزونه کې ويل: د پلار ټولنيز دريځ يې پکې هم اغېز درلودلی دی!

څومره به رېښتيا وي، نه پوهېږم، خو څېره يې هرومرو يو ټاکونکی عنصر و.

د څېرې او زده کړو عناصرو چې د حبيبيې ظاهر د سيمې احمد ظاهر کړ، نو د کندهار ښاپېرۍ يې هم د سيمې پر نغمې واړوله.

نغمه تر هغه مهاله (تر آماتورې هما وروسته) يوازينۍ پښتنه سندرغاړې وه چې له لوست نه د سندرو ډگر ته چې، لا هم د ډېرو ښه نه ايسي، را ووتله.

له نورو سره يې بل جوت توپير دا و چې شعر يې هم ليکه او ډېرځله يې له خپله شعره سندره جوړوله.

شعر لا اوس هم د نغمې گرېوان نه پرېږدي، خو له لږو نه يې د هغې سندرې جوړېږي.

د جگړې له لاسه له تنگ شوي هيوادني چاپېريال نه وتلو د نغمې سندرو ته نوې ورشو پرانستله.

د نغمې د سلگونو او ښايی زرگونو سندرو تون همدا دی. هغه اوس د ډيورنډ د دواړو غاړو شوې وه. خو له څومره والي سره يې د سندرو څرنگوالي نه يوازې د پام وړ وده ونه کړه، چې د ځينو کره کتونکو په وينا ولوېده.

اوس له هغه مهاله ټيک ٢٥ کاله تېرېږي چې ښاپېرۍ خپله لومړنۍ نغمه واوروله.

په دې پېر کې، نغمه که هرځای وه، له ډيورنډ سره نژدې، که له اوو سمندرو ورهاخوا، خلکو نه ده هېره کړې.

لا هم نور د هغې له مخې سنجول کېږي. خو چې «دالاهم» به څومره نور روان وي، زه يې نشم اټکلولی.

هر زمان خپل هنرمند لري. تلپاتي هم شته، خو د گوتو په شمار. په دغه شمار کې راتلل خورا ډېر زيار غواړي!

ورسره تړلي نور خبرونه
سندرغاړې زېړکه مو ميلمنه وه
11 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت