BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:47 گرينويچ 2005 ,14 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نامتو شاعر دروېش درانى مو مېلمه وو
شاعر دروېش درانى
دروېش درانى د ساينس په پوهنځي کې د انگريزي ادبياتو استاد دى
ددې اوونۍ د اوومې سټوډيو د پروگرام مېلمه مو د پښتو ژبې نامتو شاعر، دروېش درانى وو.

نوموړى څه باندي پنځوس کلن دى او د کوټې په ساينس پوهنځي کې د انگريزي ادبياتو استاد دى.

اغزنه لار يې د شعرونو لومړۍ مجموعه ده چې اووه ويشت کاله وړاندي خپره شوه.

تر دې وروسته يې څلور نورې شعري ټولگې هم خپرې شوي او همدا اوس اوس يې د "په ناورين پسې ناورين" په نامه بله شعري مجموعه هم خپره شوه.

د اوومې سټوډيو ددې اوونۍ د پروگرام کوربه داود اعظمي دى.

د دروېش دراني يو شعر

بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه

يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بريښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هديرو کې وي درويشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت