|
په لاهور کې د ورا والو بس اور واخيست | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د لاهور په ښار کې ٤٠ تنه ورا وال هغه وخت ووژل شول چې بس يې اور واخيست . د پوليسو ترمخه د اورلوبو يوه پټاخۍ چې د وادۀ د لمانځنو لپاره غورځول شوې وه د تيلو د ټانکۍ لاندې وچاوديده . پوليس وايي په وژل شويو کې د ډيرو هغه مهال ساه بنده شوه چې له بسه يې د وتلو هڅه کوله بس يوازې يوه دروازه لرله . په وژل شويو کې ډيره برخه د ښځو او ماشومانو ده . ناوې او زوم روغ رمټ دي . په لاهور کې د بي بي سي يو خبريال وايي د ژمي په پيل کې د پاکستان په ودونو کې اورلوبې ډيرې کاريږي چې د هغو له امله دې ته ورته نورې پېښې هم پخوا شوي دي . ځينو عيني شاهدانو د پاکستان خصوصي تلويزيوني کانالونو ته وويل چې د اور تر لگيدو ښه ساعت وروسته پورې اور وژونکي نه وو . د بس چلونکى روغ رمټ وتلى دى او هغه وايي چې په سپرليو کې چا پټاکۍ له کړکۍ دباندې غورځوله خو هغه په بس کې دننه وچاوديده . ژغورونکي ويره لري چې ښايي د وژل شويو کسانو شميره ډيره شي . د ځينو ټپيانو درملنه اوس په روغتونونو کې روانه ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||