|
د ليکوال سيوران د لاسي نسخې د پلورلو مخه ونيول شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دې پوښتنې ناڅاپه له خوبه راپاڅولم : ”د دې شېبې پای به څه وي؟“ جواب مې ورکړ ”مرګ“ او بېرته ويده شوم (ايميل ميشېل سيوران) د جمعې په ورځ، د ٢٠٠٥ دسامبر په دوهمه (د ١٣٨٤ د ليندۍ په١١) د پاريس د مرافعې محکمې د پوهنتونونو د رياست په غوښتنه د مزايدې په بازار کې د ليکوال او فيلسوف سيوران د لاسکښلو کتابچو پلورل په وروستيو شېبو کې و ځنډول. ايميل ميشېل سيوران په ١٩١١ کال کې په ترانس سيلواني کې (چې د اتريش هنګري يوه برخه وه او وروسته د رومانيې پورې وتړل شوه و ږزېږېد ، په رومانيه کې يې د فلسفې زده کړې وکړې او خپل لومړي اثار يې په رومانيايي ژبه وکښل. په ١٩٤١ کال کې په فرانسه کې د رومانيا سفير شو خو ډېر ژر له دندې ګوښه کړل شو او بېرته خپل هېواد ته ستون نه شو. له دې وروسته، سيوران خپل ټول اثار په فرانسوي ژبه و ليکل او نړۍ د فرانسوي ليکوال په توګه وپېژانده. سيوران په ١٩٩٥ کال کې په پاريس کې ومړ. په ١٩٩٥ کال کې سيمون بويې د سيوران مېرمنې د خپل خاوند ټول لاسکښلي اثار، ”چاپ شوي او ناچاپه“، په پاريس کې د پوهنتون يو کتابتون ته و بخښل. څو اوونۍ مخکې د کتابتون ادارې په حيرانۍ سره د ”دروو“ په نامه د مزايدې په ډول د پلورنو د مشهورې موسسې په کتلاک کې د سيوران د لاسکښلو اوه لسو کتابچو د پلورلو خبر ولوسته. د پاريس د پوهنتونو ادارې د سيوران د مېرمنې د غوښتنې پر بنسټ ځان د دغو کتابچو څښتن ګاڼه نو له محکمې څخه يې د پلورنې د مخنيوي غوښتنه وکړه. له بده مرغه سيمون بويې خپله د بخښنې اراده په قانوني ډول نه وه ثبت کړې. کله چې په ١٩٩٨ کال کې هغه مړه شوه نو وارثانو يې د سيمون بويې او اېميل سيوران د اپارتمان د پلورلو نيت وکړ او د پاک کارۍ يوې موسسې ته يې د هغه د تشولو وويل. د پاک کارۍ د موسسې څښتنې په اپارتمان کې په يو ډبلي کې يو شمېر کتابچې پيدا کړې او د ځان سره يې وساتلې. هغه وخت دې نه سيوران پېژانده او نه د کتابچو له اهميته خبره وه. څو کاله وروسته په يو دايرت المعارف کې د سيوران پر ژوندليک پېښه شوه، شک ورته پيدا شو چې کېدای شي چې هغه کتابچې به په يو څه وارزي. هماغه وو چې د لاسي اثارو د يو متخصص نه يې مشوره وغوښته او بلاخره يې د کتابچو د پلورلو نيت وکړ. د هنري او تاريخي اثارو د پلور د پاره تر ټولو ښه لار دا ده چې د مشهورو موسسو له لوري د مزايدې په ډول پلورته وړاندې شي. د پاک کارۍ د موسسې څښتنې هم ”دروو“ ته مراجعه وکړه او د سيوران په اوه لسو کتابچو يو نيم لک يورو بيه کښېښودل شوه. کله چې د پوهنتونونو ادارې د خپلو حقوقو د حفاظت غوښتنه وکړه لومړۍ محکمې د دې له امله چې سيمون بويې پوهنتون ته د کتابچو د ډالۍ کولو تصميم په قانوي توګه نه و ثبت کړی د کتابتون دا ادعا چې د پلورل کېدونکو کتابچو قانوني څښتن دی و نه منله او د کتابچو د پلورلو اجازه يې ورکړه. د جمعې په ورځ د ماسپښين په دوو بجو به دغه کتابچې د ”دروو“ پلورنځي د مزايدې په بڼه پلور ته وړاندې کولې. د پوهنتون ادارې د مرافعې له محکمې څخه و غوښتل چې په بېړنۍ توګه د کتابچو د پلورل کېدو مخه ونيسي. د جمعې په ورځ د پاريس د مرافعې محکمې د غرمې په دولس نيمو بجو تصميم ونيو چې د کتابچو د پلورل کېدو مخه ونيسي او د حقوقي لانجې تر حل پورې يې د عدالت له لوري ظبط کړي. اوس نو د پاريس د پوهنتونو اداره دېرش ورځې وخت لري چې بيا په محکمه کې پر دغو کتابچو خپل قانوني ملکيت ثابت کړي. که په دې کار کې پاتې راشي نو يوه مياشت وروسته د مرافعې د قاضيانو حکم له اعتباره لوېږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||