BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:04 گرينويچ 2005 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مانچسټر له اروپايي اتلوليو ووت
لوبه
دا په تيرو لسو کالو کې لومړى ځل دى چې مانچسټر يونايټډ دومره ژر له اروپايي اتلوليو وځي .
د اروپا د اتلو لوبډلو په ليگ کې د انگلستان مانچسټر يونايټډ د پرتگال له بنفيکا څخه دوه يو لوبه وبايلله او په حيرانوونکې توگه د اروپايي اتلوليو له لومړني پړاوه مخته نه لاړه .

دا په تيرو لسو کالو کې لومړى ځل و چې مانچسټر يونايټډ له دغه ډول دريځ سره مخامخيږي .

مانچسټر د اروپا د اتلو لوبډلو اتلولي څو ځلې گټلې ده چې په وروستي ځل دغه وياړ په ١٩٩٩ کال کې ورپه برخه شو .

سږ کال دوى په ډي گروپ کې د د اسپانيا له ويليريال ، د پرتگال له بنفيکا او د فرانسې له ليلي لوبډلو سره مخامخ وو .

د لومړي پړاو له شپږو لوبو مانچستر ايله يوه لوبه وگټله درې يې مساوي او دوه يې وبايللې .

له دغۀ گروپه د دوو دوو لوبو په گټلو اسپانيوي او پرتگالي لوبډلې دويم پړاو ته ووتلې .

د انگلستان له غاړې ارسنل ، چلسي او ليورپول دويم پړاو ته رسيدلي دي .

داسې اټکل دى چې مانچسټر يونايټډ له دې ماتې سره نژدې ٢٥ ميليونه ډالره زيان ليدلى دى . دغه پيسې به دوى د تلويزيون ، ټکټونو او انعامونو په توگه ترلاسه کولې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت