|
هند له افغانستان سره د گرځندوى په برخه کې مرسته کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د گرځندوى په برخه کې يو نوى انستيتوت جوړيږي . په پام کې ده چې دغه انستيتوت به د هندوستان په مالي لگښت جوړ شي . دافغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير هيله ښکاره کړه چې ددغه انستيتوت چارې به په راتلونکي کال کې بشپړې شي . په دغه انستيتوت کې به ډير ځوانان وروزل شي چې په راتلونکي کې به د بهرنيو ميلمنو په پالنه کې فعاله ونډه واخلي . ددغو تړونونو له مخې به هندوستان هغه کتاب گوټى هم بشپړ کړي چې په هغه کې به د افغانستان د بيلابيلو برخو دپيژنگلوئ تر څنگ ددغه هيواد د خوړو ، دودونو،او بيلابيلو سيمو په اړه معلومات ټول شوي وي . د هندوستان د گرځندوى د وزيرې په وينا دغه کتاب به له هغو کسانو سره ډيره مرسته وکړي چې افغانستان ته د راتلو تکل لري . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين خبريالانو ته وويل چې د هندوستان د گرځندوى د وزارت سره ټولې هغه لوز نامې چې لاسليک شوي په را روان ميلادي کال ( ٢٠٠٦ ) کې به عملي جامه واغوندي ، همدا رنگه هغه وويل چې گڼ افغان ځوانان به د زده کړو د ترلاسه کوولو په موخه هندوستان ته واستول شې . د هندوستان د گرځندوى وزيرې ميرمن چوهدري د افغانستان د ښکلا ستاينه يي وکړه . دهندوستان د گرځندوى وزيره چې د يو رسمي سفر لپاره کابل ته راغلې وه د کابل او کاپيسا ولايتونو د ځينو تاريخي سيمو ليدنه وکړه او ددغو د بيا رغوولو په اړه يې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور له وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||