BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:39 گرينويچ 2005 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اروپايي ټولنې بودجې ته د برتانيا وړانديزونه رد شول
سټرا
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جک سټرا د خپلو وړانديزونو دفاع کوي .
اروپايي مشرانو د برتانيا پر لومړي وزير توني بلير ټينگار کړى دى چې د اروپايي ټولنې د اوږد مهالې بودجې لپاره خپل وړانديزونه له سره وليکي .

دوى وايي که په دې برخه کې جوړ جاړى ونه شي نو ډير زيان به وروسوي .

د برتانيا پر هغو وړانديزونو نژدې ټولو غړيو هيوادونو نيوکې وکړې چې ويل يې بودجه دې کمه شي او نويو لسو غړيو هيوادونو ته دې مرسته لږه شي .

د فرانسې ولسمشر ژاک شيراک يو وار بيا پر دغو وړانديزونو خپل بريد کې وويل چې د قناعت وړ نه دي .

د سويډن لومړي وزير گورران پرسن چې په لندن کې يې د گڼ شمير نورو اروپايي مشرانو په څير له ښاغلي بلير سره وليدل ، وويل چې د برتانيا وړانديزونه به د دۀ په وينا هيڅکله عملي نه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت