BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:40 گرينويچ 2005 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پېلوزى دوه تلينه او يو ژوندليک يادوي
منى
د علامه حبيبي او استاغد رشاد تلينونه په دې گڼه کې يادوو .
پېلوزې وو نه يو يو شپون څيړي ، دا د استاد سعد الدين شپون ژوند ليک دى ، د پېلوزې په بحث کې به واورو چې له نورو دغه ژوند ليک څومره توپير لري او د ژوندليک ليکنې ارزښت څومره دى ؟ پر دغۀ ژوند ليک په کابل مالک عاصم پېلوزې ته له استاد شپون او کيسه ليکوال او کره کتونکي اسد الله غضنفر سره بحث لري .

د افغانستان د اطلا عاتو کلتور وزارت په کابل کې د علامه عبدالحي حبيبي ٢٠ تلين ولمانځۀ . که څه هم سږ کال د ارواښاد استاد ٢١ تلين وو خو د اطلاعاتو کلتور وزارت ايله اوس وتوانيد چې په دغه مناسبت يوه سيمينار وکړي .

د استاد دوه دري رسالې هم په دغه وياړ چاپ شوې وې او د دوى د کتابونو نندارتون هم وشو . په سيمنار کې استاد حبيب الله رفيع هم مقاله لرله . پېلوزى له ښاغلي رفيع سره مرکه کړې او نور جزييات يې ترې پوښتلي دي .

په کوټه کې د پښتو ژبې د يوۀ بل تکړه څيړونکي ارواښاد استاد عبدالشکور رشاد لومړنى تلين ولمانځل شو . په کندهار او سويډن کې هم د ارواښاد رشاد پر لومړني تلين غونډې په پام کې نيول شوي دي . د کوټې د غونډې په باب بارکوال مېاخېل غږيږي .

د نويو پښتو کتابونو نوم لړ به دا پېلوزى بشپړوي چې ايمل پسرلى يې وړاندې کوي .


د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت