BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:43 گرينويچ 2005 ,02 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انگلستان د وروستۍ کريکټ لوبې د ژغورنې هڅه کوي
کامران
کامران اکمل ١٥٤ منډې وکړې چې د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې يې دي .
انگلستان د لاهور په پنځه ورځنۍ لوبه کې له لويې ننگونې سره هغه وخت مخامخ شو چې پاکستان په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ٦٣٦ منډې وکړې .

په ځواب کې انگلستان په دويمه پاڼۍ کې د ١٢١ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او لا تر اوسه هم تر پاکستان دوه سوه څو منډې شاته وو .

د پاکستان له لورې سهار مهال تيزه لوبه وشوه . محمد يوسف د خپل لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې وکړې او بالاخر په ٢٢٣ منډو وسوځيد .

کامران اکمل هم د ژوند تر ټولو ډيرې منډې هغه وخت وکړې چې په ١٥٤ منډو وسوځيد . کپتان انظمام الحق يو ځل بيا لوبې ته راستون شو . دى د لوبې په دويمه ورځ د ټپي کيدو له امله خپله پاڼۍ په نيمه کې پرې اېښې وه .

انظمام په ٩٧ منډو وسوځيد که چيرې درې نورې منډې هم د دۀ په برخه شوې واى نو دا به دريم پرله پسې ځل و چې پاکستاني کپتان سليزه کوي .

پاکستان تر غرمنۍ لږ وړاندې خپله لومړنۍ پاڼۍ د ٨ لوبغاړو په سوځيدو پرېښوده . انگلستان وار د واره يو لوبغاړى له لاسه ورکړ . ترسکاتيک چې په ملتان کې يې ١٩٣ منډې کړې وې په صفر شعيب اختر وسوځاوۀ .

کپتان ووان هم د شعيب له خوا وسوځول شو . د څلورمې ورځې په پاى کې اين بيل ٦٩ او کالنووډ ٣٧ منډې کړې وې او هڅه يې کوله چې انگلستان له ماتې وژغوري .

اوس داسې ښکاري چې انگلستان د دغې لوبې د گټلو هيله نه لري په دې ډول به پاکستان د درو پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وگټي او انگلستان به په دوو کلونو کې په لومړي ځل کومه لړۍ بايلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت