|
مصرۍ سندرغاړې ناندريو ته لار پرانيسته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څرنګه چې د تلويزون له لووډ سپېكر څخه د خوږې مصرۍ مستې ( پاپ ) سندرې غږا اوچت شي د تلويزون پر پرده نيمه لوڅه نڅاګره راښكاره شي . د موسيقۍ دغه ډول وډيوګانې ددې وړ دي چې د ځوانانو د خوښې په رستورانتونو، هټيو او ډيسكو يا د نڅا په كلبونو كې وغږول شي . څرنګه چې نوماندې ښځينه ستورې په لږو جامو كې راښكاره شي ، د مصريانو تر منځ ناندرۍ راولاړوي ځكه چې زياتره يې مسلمانان دي . روبي له ګردو څخه نوماندې ستورې ده . دا د مصر ده او په سندرو كې يې د لوڅو نڅا ګانو له كبله د هغه هيواد پارلمان څو ځلې پر هغې د بنديز غوښتنه كړې ده . ٢٥كلن رافيل د روبي مينه وال دى . دى وايي : (( روبي مې ډيره خوښيږي - روبي داسې ګډا كوي لكه څوك چې يې نه ويني _ هغه له كيمرې څخه هيڅ ويره نه لري داسې بريښي لكه هغه چې ځان ته ناڅي .)) د ډيرى ځوانانو په خبره تر اوسه روبي ډيرې پولې ماتې كړي دي . ١٧ كلن احمد عصمت وايي : (( هغه خپل وجود په ناسمه توګه كاروي – كه د هغې په وډيوګانو كې كومه لوڅه نڅا نه وي هغه نه مشهوريږي، ډير داسې خلك شته چې د روبي وډيو ګانې يې نه خوښيږي . كله چې د روبي نوى وډيو بازار ته راشي نو داد ځوانانو ترمنځ د خبرو موضوع وګرځي . ځوانان راغونډيږي او هغه ګوري ،خو له يو ځل يا دوه ځل لېدو څخه وروسته د ځوانانو په نظر كې هم د هغې په وړاندې توپير رامنځته شي او بيا وايي چې دا سندرې نه دي د سندرې له نامه جنسي روږدېدنه ( پارنوګرافي ) ده )). د روبي پروډيوسر شريف صابري لپاره دا نوې خبرې نه دي . هغه وايي چې روبي د وډيوي هنرواله ده ، لوڅه نڅا خو ډيره ښه ده خو كله چې هغه ناڅي له دې هم وراوړي او ښايسته كيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||