|
استاد شپون مو مېلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
استاد سعدالدين شپون د پښتو داستاني اثارو يو بې جوړې او نوښت ګر ليکوال دي . خوږ نثر او د څيری کښنې توان دوی له ډيرو معاصرو کيسه ليکوالو بېلوي . او په دې ډول ښاغلی شپون بېل سبک خپلوي . د ښاغلي شپون له لوری د کندز د خان اباد سيمې انځورونه ښايي په اوسني پښتو داستاني اثارو کې بې جوړې وي . دوی تر اوسه درې ناولونه شين ټاغی ، ګټيالی او د سمڅې ياران او د لنډو کيسو يوه ټولګه د بنګي غاړه خپره کړې ده. استاد ګڼې نورې لنډې کيسې هم ليکلي دي . استاد شپون څه باندې اووه لسيزې پخوا د افغانستان د کندز په ولايت کې زيږيدلى دى . دوى په دې وروستيو کې خپل ژوند ليک هم خپور کړ چې (( وو نه وو يو شپون وو )) نوميږي . که د استاد شپون پر ليکنو يا د دوى پر کاري ژوند پوښتنه لرئ د اوومې ستوديو په خپرونې کې يې مخامخ د تيلې فون له لارې مطرح کړئ او يا هم سر له اوسه برېښناليک راته وليکئ . د اوومې ستوديو خپرونه د هرې جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې ژوندۍ خپريږي . د استاد شپون يو شعر : زاڼه ستا اوږدۀ اوږدۀ وزرونه لنډوې اوږدۀ مزلونه ستا اوږده مشوکه ډوبه هندوکش د سر دڼدو کې الوتو کې څانگې څانگې چې سيلۍ سخته لگيږي د نيلي اسمان پېغلې راته ښکاري پښتنه يې تور اورۀ د پسرلي کې ته زموږ د کالۀ شاته زۀ يې اورم چې ته بولې زۀ دې گورم چې ته خاندې ستا يې بڼې در لندې کړې نه رښتيا ښه ده چې اورې | ورسره تړلي نور خبرونه له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف21 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||