BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:12 گرينويچ 2005 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دسارك په سازمان كې د افغانستان دګډون ارزښت

سارک مشران
د سارک غړيو هيوادونو د ډاکې په سرمشريزه کې افغانستان په غړيتوب ومانۀ .
دبنگله ديش په پلازمينه ډاكه كې د سويلي اسيا د سيمه ييزې همكارۍ سازمان په خپله ١٣ غونډه كې افغانستان د اتم غړي هيواد په توګه ومانه.

كه څه هم د افغانستان دغړيتوب په اړه يوازې نيپال په دې اختلاف وښود چې د نوموړي هيواد له غړيتوب سره به د ټولنې ټول جوړښت بدليږي خودپردې شاته خبرو اترو اووه واړه هيوادونه په دې سلا كړل چې د افغانستان ته غړيتوب به د ټولې سيمې په ګټه تمام شي.

په وچه كې را ايسار جنګ ځپلي افغانستان ته دسارك غړيتوب نه يوازې لوى زيرى بلكه لويه كاميابي هم ده چې داوږدې جګړې وروسته له تيرو څو كالو راهيسې ورځ په ورځ په سيمه كې ديوه رغيدونكي دولت په توګه راڅرګنديږي.

دطالبانو د رژيم د له منځه تللو وروسته افغانستان چې نړيوالو مرستو او كورنيو هلوځلو دكوم سياسي، اقتصادي او ديپلوماتيكو خوځښتونو جوګه كړى دى هغو په افغانانو او نړيوالو كې دسمون هيلې راټوكولي دي.

افغانستان په تيرو څوكالو كې داقتصاد،قانون، سياسي سمونونو، بيا رغونې، سوداګرۍ، لوبيزو او په نورو ډګرونو كې له نړيوالو سازمانونو، هيوادونو او غير حكومتي ادارو سره يولړ تړونونه لاسليك كړي دي.

دسويلي اّسيا دسيمه ييزې همكارۍ دسازمان سارك غړيتوب په دې معنې هم لوى برى بلل كيږي چې افغانستان اوس دپرمختيا، ودې، تجارت او سياست په ډګر كې په خبرو اترو، ديپلوماسۍ ولاړه يوه سوله ييزه لار غوره كړې ده خو اوس هم ګاونډيان او نړيوال ځينې انديښنې لري او برعكس افغانستان هم له دوى څخه ځينې شكايتونه كوي.

كه څه هم سارك يوازې د سويلي اّسيا هيوادونه ديوه سازمان په چوكاټ كې راغونډ كړي دي خو دافغانستان له نړيوال سياسي ارزښت پرته جغرافيايي موقعيت نوموړي هيواد ته يو ارزښت ور بخښلى دى.

 افغانستان به له بيا رغاونې څخه په استفادې سره په صادراتو كې ګټه ترلاسه كړي.

افغانستان د اقتصادي همكارۍ دسازمان (ايكو) غړى هم دى چې دپاكستان،ايران او تركيې پرته د منځنۍ اّسيا هيوادونه پكې ګډون لري.

افغانستان دايكو او سارك هيوادونو په منځ كې موقعيت لري ، دسارك له غړيتوب وروسته افغانستان دسويلي اّسيا او منځنى اّسيا هيوادونه سره نژدې كولاى شي او دځينو كارپوهانو په وينا ددواړو سازمانونو د يوې ټولنې په چوكاټ كې د راوستلو توان هم درلوداى شي خو دم ګړۍ افغانستان ددواړو سازمانونو له غړو هيوادونو سره له سياست پرته په اقتصادي ډګر كې ځان ته زيات امكانات برابرولاى شي.

دبيلګې په توګه داقتصادي همكارۍ سازمان (ايكو) پريكړه كړې ده چې تر ٢٠١٣ ميلادي كال پورې به دغړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه كې د محصولاتو كچه په سلو كې پنځو ته راكښته كوي .

كه داسې كيږي نو افغانستان به له بيا رغاونې څخه په استفادې سره په صادراتو كې ګټه ترلاسه كړي.

دا ډول افغانستان له سارك هيوادونو څخه هم اقتصادي ګتې لاسته لاوړاى شي.

د ډاکې په غونډه كې د سارك هيوادونو د بيوزلۍ د له منځه وړلو له پاره د ٢٥٠ ميليونو ډالرو د سويلي اّسيا پرمختيايي فنډ په نامه ديوې ادارې دجوړولو پريکړه وكړه.

افغانستان په سارك هيوادونو كې تر ټولو غريب هيواد دى چې پكې د ملګرو ملتونو د پرمختيا د ادارې په وينا په سلو كې ٥٣ كسان د بيوزلۍ تر كرښې لاندې شپې سباكوي.

اوږدې جګړې او وچكالۍ د هيواد زراعت، صنعت او مالداري نژدې له منځه يووړه چې له كبله يې د افغانستان په كليوالو برخو كې دبې وزلۍ كچه خورا زياته شوې ده.

افغانستان د سارك د بې وزلۍ د له منځه وړلو ادارې څخه په اّسانه شرطونو پورونه اخيستلاى شي.

سارك په خپله غونډه كې د چاپيريال ساتنې لپاره هم د يوې ادارې د جوړولو پريكړه وكړه .

افغانستان تر١٩٨٠ ميلادې كال پورې د خپلې ټولې خاورې په درې فيصده برخې ځنګلونه در لودل چې اوږدې جګړې او حكومتي بدلونونو د چاپيريال ساتنې او ځنګلونو د وهلو د مخنيوي ادارې له منځه يووړې او په لويه كچه د افغانستان چارتراش لرګي دګاونډيو هيوادونو سوداګريزو بازارونو ته قاچاق شول چې له كبله يې دافغانستان ځنګلونه اوس د هغۀ هيواد د ټولې مځکې ٠.٥ فيصده پاتې شوي دي .

افغانستان د سارك دچاپيريال ساتنې له ادارې څخه د نوو نيالګيو او د شته ځنګلونو د ژغورلو لپاره مرسته ترلاسه كولاى شي.

كارپوهان فكر كوي چې د ګاونډيو او نړيوالو لخوا افغانستان ته د سياسي او اقتصادي فعاليتونو رول به سيمې او نړيوالو ته ور وړاندې د ترهګرۍ ، مخدره موادو او نورو جدي چلنجونو په له منځه وړلو كې ډيره مرسته وكړاى شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت