|
جمعه گل خوشخوى مو داوومې سټوډيو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جمعه گل خوشخوى ٥٧ کاله وړاندې کابل ته نږدې په ماهيپر کې زيږيدلى دى . په موسيقى کى ېې مسلکى زده کړې نه دي کړې . نوموړى له ماشومتوبه نابينا دى . څلورورځې يي سترگې جوړې وې خو د بريښنا څپه راغله اودخوشخوى نظر يي له ځان سره يووړ. له موسيقى سره يي مينه وه . د نابينايانو په ليسه کې ېې درې کاله لوست ووايه . بيا لاهور ته ولاړاو د موسيقى د زده کړې تکل يي وکړ . موسيقى يې له استاد محمدحسين نه زده کړه ، بيا کابل ته ولاړ او دکلتور په رياست کي شامل شو. په ١٣٤٤ کال کې ېې لومړنى سندره په راډيوافغانستا ن کې ثبت کړه.له ١٣٤٦ کال نه وروسته يي له راډيو سره درسمي ماموريت قرارداد وکړ.هلته يي تنخواه ورکوله. د هيواد په نورو ژبو يي هم سندرې ويلى دى. اوس بيا ليوال دى چې کابل ته ولاړ شي . خوهلته نه ځمکه لرى او نه هم کور . نورو سندرغاړو ته يې هم سندرې جوړې کړې دى . په راډيو افغانستان کې ېې ١٥٠ سندرې ثبت کړې دي . له دې پرته يې په حجرى مجلس کې هم سندرې ثبت کړې دي . له دووسندرو پرته چې استاد هاشم ورته جوړې دى، نورې ټولې سندرې ېې پخپله جوړې کړې دي . له حبيب شريف ، ميرمن رخشانې، ميرمن پروين ، پشتون قمر، ثريا ، پشتون افغان اونورو سره يي په گډه هم سندرې ويلې دي . دا وتلى سندرغاړى کله کله شعرونه ليکي او د شعر دکلمه هم کوي . نهه ماشومان لري. زامن يې پخپل کاربوخت دي اوورسره لوست هم وايي . ښاغلى خوشخوى اوس په پيښورکې اوسي خو زړه يې لا په کابل کې دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||