BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:32 گرينويچ 2005 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مرډونا: انگلستان د فوټبال اتلولۍ گټلى شي
مرډونا په ١٩٨٦ کال کې
د ١٩٨٦ کال په نړيوالو اتلوليو کې مرډونا له انگلستان سره د سر پر ځاى په لاس گول وکړ خو لوبڅار يا ريفري ونه ليد ، له هغه راهيسته انگريزان له مرډونا د ښو هيله نه لري .
د ارجنتاين وتلي فوټبال ستوري ديگو مردونا وايي انگلستان د ٢٠٠٦ کال په فوټبال اتلوليو کې د واين روني له امله اتلولي گټلى شي .

مردونا په ١٩٨٦ کال کې د ډيرو په گومان په يوازې سر د فوټبال نړيوالې اتلولۍ وگټلې .

دى وايي د اروپا په هيوادونو کې انگلستان تر ټولو ډير د بري چانس لري . دۀ د انگلستان د (( سن )) ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي چې واين روني ډير طبعي استعداد لري .

مرډونا وايي (( په فوټبال لوبه کې داسې نه کيږي چې هم ولي او سخي يې او هم بريالى واوسې . دا يوه سخته فزيکي لوبه ده او هيڅوک پکې وړيا څه نه درکوي . ))

ځينې کسان د ٢٠ کلن واين روني د لوبې بڼه له مردونا سره پرتله کوي . دى اوس د

٢٠ کلن واين روني تر اوسه د انگلستان لپاره ٩ گولونه کړي دي .
انگلستان له مانچستر يونايټډ لوبډلې سره لوبه کوي . د ٢٠٠٤ کال په اروپايي اتلوليوکې واين روني تر ټولو ډير وځليدۀ .

د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو کې د ډيرو په گومان برازيل او ارجنتاين د برياليتوب ډيره هيله لري . خو مردونا وايي :

(( زما په گومان په ټولو اروپايي هيوارونو کې انگلستان تر ټولو ډير پياوړى دى . ))

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ چې د اروپا په لويه وچي شوي دي يوازې يو ځل د کومې بلې لويې وچې هوياد گټلي دي که نه نو عمومآ خپله د اروپا يو هيواد دغه وياړ ترلاسه کوي .

په ١٩٩٨ کال کې چې دغه اتلولۍ په فرانسې کې وشوې کوربه هيواد بريالى شو . تر هغه وړاندې په ١٩٨٠ کال کې چې دغه لوبې په اسپانيا کې وشوې ايټاليا بريالۍ شوې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت