 | | | که څه هم په پاکستان کريکټ اوس ډير مينه وال لري خو هاکي لا هم د پاکستان ملي لوبه ده . |
د هاکي د نړيوال فدراسيون له خوا د سويلي اسيا د زلزلې ځپلو ته د مرستو لپاره د پيسو د ټولو لوبه چې د دسمبر د ٨ نېټې وړانديز ورته شوی و د هند د هاکي فدراسيون رد کړ . دغه وړانديز شوې لوبه به د دسمبر په ٨ نېټه د هاکي د اتلو هيوادونو د اتلوليو تر لوبو وړاندې وه ، دغه اتلولۍ د دسمبر له ١٠ نېټې تر ١٨ پورې د هند په چينای ښار کې کيدونکې دي . د هند د هاکي فدراسيون وړانديز کړی دی چې د پيسو د ټولو لپاره دې لوبه د دسمبر په ٢٠ نېټه وشي هغه وخت به د شپږو هيوادونو ترمنځ د هاکي د اتلو هيوادونو د اتلولۍ لوبې هم پای ته رسيدلي وي . تر دې وړاندې د پاکستان د هاکي فدراسيون د نومبر ٢٠ نېټه د پيسو ټولولو لپاره بېلې شوې لوبې ته وړانديز کړې وه . د دغې لوبې لپاره د نېټې په باب وروستۍ پريکړه ژر کيدونکې ده .
|