|
د روژې وروستۍ جمعه او قاري برکت الله سليم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تيره اوونۍ مو وتلې قاري برکت الله سليم ميلمه وو. استاد قاري برکت الله سليم له نن نه ٥٢ يا مې غاړې مه بندوې ٥٣ کاله وړاندې د شينوارو په هسکه مېنه کې نړى ته راغلى دى . له ماشومتوبه يې په ديني لوستونو پيل وکړ . وروسته دنورو ديني زده کړو لپاره مصر ته ولاړ او پنځه کاله يې په قاهره کې تيرکړل . هلته يې له نوميالي استاد شيخ محمود خليل الحصري نه زده کړې وکړې .استاد قارى برکت الله سليم کولى شول په نولس کلنى کې دقران مجيد ٧ ډوله قراۀت وکړي . له قاهرې نه تر راستنيدو وروسته لومړى په ننگرهارکې وو او بيا کابل ته راغى . د کابل په دارالعلوم او دارلحفاظ کې ښوونکى وو.
١٦ کاله وړاندې ېې د سترگو د ليدو واک له لاسه ورکړ. په راډيوافغانستان کې د قرآن قاري وو . ددې ترڅنگ دافغانستان د قاريانود ټولنې مشر هم وو . استاد د قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي چې په نړى کې داسې کم څوک موندلى شو . همدې چارې قاري برکت الله سليم د افغانانو د وياړ نښه گرځولې ده . د افغانستان په راډيواوتلويزيون کې د قرآن کريم ٣٨٥ لوستونه لري . برکت الله سليم ته لوى خداى (ج) شعري استعداد هم ورکړى او د شعرونو يو کتاب يې چاپ شوى دى چې ناکامه مينه نوميږي . قرآن شريف يې تفسير کړى دى او اوس هم شاگردان روزي . په کابل کې يوه شخصي مدرسه هم لرى . په دې مدرسه کې ٧٦٠ زده کوونکي او١١ ښوونکي د ديني علومو په زده کړو لگيا دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||