BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:29 گرينويچ 2005 ,14 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د نوبل د ادبي جايزې گټونکى
د هرلډ پېنټر ډرامې ډيرې مشهورې دي خو دۀ گڼ شمير شعرونه هم ويلي دي .
برتانوي ډرامه کښونکي ، شاعر ، ناول کښونکي او کيسه ليکوال هرلډ پينټر د روان کال د نوبل ادبي جايزه وگټله .

دۀ د نوبل تر جايزې وړاندې هم گڼ شمير مهمې ادبي جايزې گټلي دي .

په ١٩٣٠ کال لندن کې زيږيدلي پېنټر تل پر سياست والو نيوکي کړي دي . پينټر په خپلو شعرونو کې جگړه او ژوند ډير يادوي چې په يو ډول پر سياستوالو نيوکې دي .

د دوى دوه شعرونه چې په پښتو ژباړل شوي دي :

خاص اړيکي

بمونه چوي

پښې توېېږي

سرونه لوېږي

لاسونه غورځي

پښې تويېږي

رڼا مړه کېږي

سرونه لوېږي

پښې تويېږي

شهوت مستېږي

مړي شول خاوري

ډېوې مړې کېږي

سرونه اوړه دي

انسان زنګون ږدي د بل په وړاندې

چې شهوتونه

يې پرې ساړه شي


دهوا حالات

د هرلډ پينټر ٢٩ ډرامې خورا مشهورې شوې دي .

د ورځې پيل کې

به اسمان ورېځ وي

ساړه به ډېر وي

دغرمې خواته

به د لمر څرک شي

ماسپښينی به

ښايسته تود وي

چې ماښامی شي

سپوږمۍ راخېژي

شپه به رڼه وي

خو باد به لګي

لږ څه په زوره

چې شومه دم شي

ياد به شي غلی

نور به هېڅ نه وي

بس نو همدا به

وروستۍ شېبي وي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت