|
وتلى افغان فلم جوړوونکى واحد نظري مو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ١٣٥٣ کال کې دلوړو زده کړو لپاره بلغاريا ته ولاړ او اته کاله وروسته د دکتورا معادل يوه ديپلوم سره هيواد ته ستون شو . له همغه مهاله لومړى په تلويزيون او بيا افغان فلم کې په کار بوخت شو . ښاغلى نظري د افغان فلم د ريس ، دهنرمندانود ټولنې اودسينما د انجمن د ريس په توگه پاتې شوى دى . د کابل پوهنتون د هنرونود پوهنځى د استاد په توگه يي هم دنده تر سره کړې ده . نوموړى د راډيوافغانستان دکوچنيانو د پروگرام اود ډرامې او داستان له څانگې سره همکار وو . دلوړو زده کړو په کلونوکې يې هم ځينې هنري اومستند فلمونه جوړکړي دي . بيا يي د لحظه ها او ارمان فلمونه جوړکړل . په ١٩٩١ کال کې ېې دکونډې زوى کميدي سريال په درې برخو کې جوړ کړ چې زيات وځليد او خورا ډير مينه وال لري . طنزونه او دسينما سناريوگانې هم ليکي . لومړنى افغان دايرکتر دى چې د سينما په نړيوال فستيوال کې د قضايه هييت رول ور په غاړه شوى دى . د المان د دايرکترانو د ټولنې غړيتوب هم لري . ښاغلى نظري د جمعې په ور ځ د کابل په مهال له اوونيمو نه تر اتنيمو بجو پورې چې د لندن له څلورو نه تر پنځو بجو پورې کيږي ، اوريدونکو ټليفونونه وکړل او دده څخه يې خپلى پوښتنې وکړى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||