BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر عبدالباري جهانى مو ميلمه وو

عبدالباري جهانى دکوماندان په نوم ناول هم ليکلى دى
د تيرې اوونۍ د اوومي سټوډيو ميلمه مو شاعر ښاغلى عبدالباري جهانى وو. عبدالباري جهانى ٥٧کاله وړاندې دکندهارپه ښارکې زيږيدلى دى .

زده کړې يي دميرويس نيکه په ليسه کې کړې اوبيا يي په ١٩٧٢ کال کې دکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځى پاى ته رسولى دى د تاريخ اوجغرافيې څانگه .

وروسته په پښتوټولنه کې په کاربوخت وو. دکابل مجلې مسول مديرهم پاتې شوىدى . دوه کاله يي دپوهنې په وزارت کې کارکاوه.

جهاني: شعر په لوست او تمرين انکشاف کوي
دوه ځله يي بيروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدوشول نودى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تيرکړل اوبيا يي دامريکې غږراډيوته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. دامريکې متحدوايالتونوته دکارکولولپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى اوکارکوى.

خوافغانستان ته اوس هم درومي اوديدن يي کوى. لس کتابونه يي چاپ شوى دى اوځينې کتابونه يي له دري اوانگليسي ژبونه پښتوته ژباړلي دي.

دکوماندان په نوم ناول يي هم ليکلى دى. اوس دامريکاغږسره کارکوى اوپه واشنگټن کې اوسي.

 له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيفله اوومې سټوديو
څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت