|
په افغانستان کې ښوونځي لا هم ډيرې ستونزې لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ښونځي د زده كونكو څيرو او جامو له هغو ډيرى ماشومانو سره چې ښونځي ته نه ځي او د كورنۍ له مشرانو سره يې په روزګار كې مرسته كوي يا له هغه ماشوم سره چې ښونځي ته نه ځي او په ښار كې يا يخې او به خرڅوي او يا هم بولاني خرڅوي يا ګدايي كوي ډير توپير نه درلود، خو بيا هم دوى ځكه نيكمرغه دي چې لږ تر لږه ښونځي ته خو ځي. كوم انځور چې د يو ې پخې ودانۍ د لرونكي ښونځي په توګه د ميمنې د ښار له دې منځني هغه څخه ما درلود هغه ډول نه و . د ښونځي خټينه ودانۍ يوعادي دوديز كور ته ورته وه. خو هغه څه چې د اوسيدنې له كور سره يې د ښونځي دا ودانۍ بيلوله هغه د زده كونكو شور او زوږ و چې د هر ټولګي له خونې اوريدل كيده. ښونځي ډيرې خونې نه درلودې ، له پنځه سو و څخه زياتو نجونو او هلكانو د مهال ويش له مخې زده كړې په كې كولې ،د ميمنې د ا منځنى ښونځى د طالب واكمنۍ له ماتې وروسته رامنځته شوى دى . دطالب واكمنۍ پر وخت په افغانستان كې عصري زده كړه له خنډ سره مخ شوه ، پر نجنو د ښونځيو دروازې وتړل شوې او پر هلكانو هم د زده كړو امكانات كم شول ، او ورځ په ورځ د ښونځيو دروازې د تړلو په حال كې وې ، مانا په لويو ښارونو كې د مشهورو ليسو او ښونځيو ځاى دديني زده كړو مدرسو نيوه. كله چې د طالبانو واك ته د پاى ټكى كيښودل شو او نوى دولت له نو هيلو سره رامنځته شو ، د ښونځيو دروازې لږ تر لږه د نجنو او هلكانو په وړاندې پرانستل شوې په كليوالو سيمو كې خلكو ته د ښونځيو بنسټ كيښودل شو ، په ښارونو كې د ميز څوكيو ، د ښونځيو د ودانيو ، لابراتوارونو او ډيرو نورو اړتياو د برابرولو هڅې ګړندۍ شوې . خو په كليوالو او لرې پرتو سيمو كې بيا حالت له دې هم خراب دى ،ميز ، څوكۍ فرش ، كتاب او كتابچه خو پر ځاى پريږده ، ډيرى منځني او لومړني ښونځي له سره ودانۍ نه لري او زده كونكي د شنه اسمان لاندې په وچ ډاګ ناست وي او زده كړې كوي خو نيكمرغه بيا هغه دي چې ښونځى يې د ماشومانو د نړيوال صندوق له خوا له وركړل شو خيمو جوړ وي . دميمنې ددې ښونځي زياتره ښونكي مسلكي نه دي ، يا تر دولسمه يې زده كړې كړې او يايې له هغې هم كمې ، خو بيا هم د زده كونكو په روزنه كې وروستۍ هڅه كوي ،دا ډول ښونكي په ډير كم معاش هم دغه دنده تر سره كوي خو زيات شمير مسلكي ښونكي بيا ددوى د كار قربانيان دي ، دوى ته كافي معاش نه وركول كيږي او دا كار ددې لامل ګرځيدلى چې مسلكي ښونكي يواځې په ښارونو كې پاتې شي. د ا بهير بيا سبب شوى چې د زده كونكو پوهنيزه كچه ټيټه او لكه څرنګه چې د كورنيو غو ښتنه ده ماشوم يې هغه ډول تر بيه نه شي ، په ولسواليو كې د ځنې ښونځيو مشر توب يا ځاى ملايانو ته وروسپارل شوى او يا هم داسې يو چا ته چې سواد يې له كوم ميرزا څخه زده كړى دى نه په ښونځي كې ، ښايي دغه خلك هغه پيغام زده كونكو ته په ښه ډول ونه شي رسولى چې له يو مسلكي ښونكي څخه يې تمه كيږي . د ښونځي ښونكي چې مسلكي نه وي نو په بشپړ ډول نشې كولى ، زده كونكي د درس پر موضوع وپوهوي او دا ددې سبب ګرځي چې زيات زده كونكي د ساينس او رياضي روزنيزو شخصي كورسونو ته مراجعه وكړي خو هغه زده كونكي دا كورسونه ويلي شي چې د فيس د وركړې وس لري . كه د افغانستان د ټولو ولايتونو د مركزونو تعليمي بهير وڅيړو ښايي ډير داسې ولايتونه وي چې تعليمي بهير يې د ميمنې له ياد شوي منځني ښونځي هم له زياتو ستونزو سره مخ وي ، خو اوس پتييل شوې چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د پوهنې د سيسټم پراخوالى اړين دى او دولت هم په دې اخته دى ، خو كيداي شي د تعليمي بهير بيا رغاونه د يوې هيلې په توګه څو كاله نوره هم پر ځاى پاتې شي ځكه له ديرش كلنو جګړو څخه وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د پرمختګ سا اخلي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||