ايمل پسرلى لندن |  |
 |  د پېلوزې پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږى . | د پېلوزې د دې اوونۍ بحث په افغانستان کې د ادبي سټو او شخصيتونو لمانځنو ته کتنه کوي .ليکوال ، شاعر او ورځپاڼه ليکونکى صديق بدر او شاعر و ليکوال مصطفى سالک د دغۀ بحث برخه وال دي . ډاکټر تږى په امريکا کې ومړ ، د هغۀ همکار استاد سعد الدين شپون يې پر کار او ژوند خبرې کوي .  |  ويکتور هوگو (١٨٠٢ - ١٨٨٨) | د فرانسې د وتلي ليکوال ويکتور هوگو مشهور ناول ، خواران ، پوهاند ډاکټر اکبر وردگ ارزوي .د کندز ولايت د (( سوغات )) په نامۀ يوه مهالنۍ يادوو او د امتياز له خاوند گل رحيم نيازمند سره يې خوالۀ لرو . د اوونۍ نوي چاپ شوي کتابونه او نوې مجلې به دا پېلوزې بشپړوي چې ايمل پسرلى يې وړاندې کوي . د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . |