BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پښتو وېبپاڼې په کوم لورې او تګلورې روانې دي ؟

News image
پيلوزى هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږى .
دا اوونۍ د پښتو ژبې پر اينټرنيټ پاڼو بحث لرو.

په دې وروستيو کې ګڼ شمير پښتو وېبپاڼې مينه والو او ليدونکو ته وړاندې شوي خو ډيرې يې يوه څرګنده لار نه لري .

علتونه يې څه دي ؟

ايا د اينټرنيټ پراخې سينې ته په پام سره د پښتو وېبپاڼو چلونکي هر څه خپروي که د تجربې نشتوالی يا هم د پښتو مجلو او ورځپاڼو اغيز دی ؟

په دې بحث کې به د دوو پښتو وېبپاڼو چلونکي خالد هادي او شيرزاد کامه وال برخه وال وي .

د فرانسې د وتلي ليکوال او د نوبل د ادبي جايزې ګټونکی کلود سيمون تيره اوونۍ ومړ.

پېلوزی به د دغۀ ليکوال پر ژوند او يوۀ اثر خبرې ولري .

د نويو چاپ شويو پښتو کتابونو نوم لړ به د سعودي ميشتې يوۀ شاعر له شعر سره درته ولرو .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

66پيلوزى هنري ادبي پروگرام
د پيلوزى د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت