 |  دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ | استاد سعد الدين شپون او لطيف بهاند د سليمان لايق د مشهور اثر چونغر پاڼې اړوي . دوی به دا ګوري چې د چونغر په شعري ټولګه کې له کلونو وروسته اوس هم هغه جادو پروت دی که نه .؟د انګريز لېکوال کېپلينګ هغه ناول ارزوو چې د افغانستان د نورستان سيمه انځوروي . د غزني ولايت د لومړنۍ پښتو مجلې ، لونګ ، مسوول چلونکی محمد يونس برهان غږوو او د سعودي عربستان د پښتو ادبي غورځنګ مشاعره او غونډه يادوو . د نويو کتابونو له نوم لړ سره ايمل پسرلی پېلوزی وړاندې کوي .
د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . |