 |  ٨٤ کلن استاد ف فضلى د زړه د حملې له امله د دوشنبه په ورځ د اپريل په يوولسم نيټه په کابل کې وفات شو | د نوي کور نوي ژوند د ډرامو جبار خان ، د افغانستان د راديو ، تلويزيون ، تياتر او سينما ستورى او ډرامه کښوونکى فضل محمد فضلي تيره اوونۍ ومړ ، پېلوزى د ارواښاد استاد فضلي پر کاري ژوند اوونيز بحث لري .د پښتو ژبې ځوان ډرامه کښونکى ، جوړونکى او وړاندې کوونکى حفيظ الله تراب غږو چې تر اوسه يې شپږ تلويزيوني ډرامې ليکلي او جوړې کړي دي. دغه ډرامې ستايل شوي او په بيا بيا نندارو ته وړاندې شوي دي .
ښاغلى تراب به خپلې ستونزې او د کار برياليتوبونه يادوي .د ايټاليا نامتو ليکوال دينو بوځاتي او د هغۀ شهکار اثر د تاتارو ډاگ ارزو . هنري ادبي خبرونو به پېلوزى بشپړوي چې ايمل پسرلى يې وړاندې کوي .د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .
|