BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:50 گرينويچ 2005 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مجلو د چلونکو مسووليت او د رحمان بابا انګريز مينه وال
News image
د وريښم مسول چلونکى عبدالهادي هادي دى.
يوې پښتو مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې اعلان کړی چې که مالي مرسته ورسره ونه شي نو د چاپ سېک په ځان کې نه ويني.

تر خپريدا وړاندې مالي چارې د چا مسووليت دی ؟
چلونکي بايد د يوې خپرونې تر پيل وړاندې ګڼو پوښتنو ته له ځان سره ځواب ونه لري ؟

پېلوزې له ښاغليو عبدالهادي هادي او صالح محمد صالح سره دغه پوښتنې په خپل اوونيز بحث کې يادوي دغه دواړه ښاغلي د دوو مجلو چلونکي دي .

News image
د هوسۍ مسول مسول چلونکى صالح محمد صالح دى.
رحمان بابا د مينې او انسانيت شاعر دی ، دا د انګريز ژباړونکي رابرټ سمسن خبره ده.

ښاغلي سمسن د رحمان بابا ټول کليات په انګريزي ژبه ژباړلي دي . پېلوزې ته به ووايي چې ولې يې رحمان بابا وژباړۀ او انګريز لوستونکي اوس رحمان بابا څرنګه ارزوي ؟

سږ کال روسيه د خپل نامتو ليکوال شولوخوف سلمه کاليزه لمانځي.

لطيف بهاند د پېلوزې لپاره د شولوخوف د تر ټولو وتلي ناول (( ارام دون )) ٢٠٠٠ مخونه اړوي . شولوخوف د نوبل ادبي جايزه ګټلې وه .

د صفيې صديقي د کتاب مخکتنه او د اوونۍ هنري ادبي خبرونه به پېلوزی بشپړوي چې ايمل پسرلی يې وړاندې کوي .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت