 |  يونس قانوني به د ملي پوهاوي د نوې جبهې مشري کوي | راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې د يونس قانوني په مشرۍ کې نوى حکومت مخالفى گوند ، د ملي پوهاوي جبهه ، يادوو ، افغان حکومت دا چاره ستايلې ، ستاسو نظر څه دى ؟ستاسو برېښناليکونه دين محمد هدايت الله افغانستان د حکومت مخالفې جبهې اعلان شويو ځينو مشرانو د ديموکراسۍ په نامه خلک وژلي اوس څرنگه خپله ديموکراسي غواړي ؟ سرور شمالزى کوټه بلوچستان دغه نوى حکومت مخالفى ايتلاف که بريالى شو ايا په اساسي قانون کې به بدلونونه راولي ؟ نصرالله درانى کندهار افغانستان زما په گومان د حکومت مخالفې گوند جوړيدل ښه خبر دى ، په يوې غښتلې ديموکراسۍ کې تر حکومت ، حکومت مخالفې ډله مهمه ده . اپوزيسيون به حکومت اړ باسي چې په خپلو چارو کې دقيق واوسي .  |  زما په گومان د حکومت مخالفې گوند جوړيدل ښه خبر دى ، په يوې غښتلې ديموکراسۍ کې تر حکومت ، حکومت مخالفې ډله مهمه ده . اپوزيسيون به حکومت اړ باسي چې په خپلو چارو کې دقيق واوسي .  نصرالله درانى کندهار |
ډاکټر عبدالحى نيازى نيويارک امريکا د کرزي خلاق دا نوى ايتلاف له هيلو سره سم دى . د قانوني په مشرتابۀ د شمال پخوانۍ ټلواله غواړي چې د افغانستان نوى اساسي قانون بدل کړي . دوى په افغانستان نوى سياسي کړکيچ پيدا کوي . نسيم څمکنى فينلند که وسلې ټولې شي بيا دا حکومت مخالفې جبهه گواښ نه شي پېښولى . --------------------------------------------------------------------- د ولسمشر کرزي د حکومت په ١٠٠ ورځو ستاسو نظر: نظير هوتک - کندهار سل ورځې ډير وخت نه دى چې مسايل پکې مثبت يا منفي اړخ پيدا کړي . سوال دا دى چې ايا دا حکومت په افغانستان کې يو نظام او سيستم جوړوي که په پاى کې به بيا د کرزي خبره هغه خرک او هغه درک وي . انجينير نعيم مومند - واشنگټن ډي سي په افغانستان کې لويې بيارغاونکې کمپنۍ يوازې بهرنيانو او په تيره پاکستانيانو ته کار ورکوي که همدا حالت روان وي عادي افغانان به څرنگه کار پيدا کوي ؟ افغان حکومت بايد دې اړخ ته پام وکړي . نور الله احمدزى - پېښور د کابينې ځينې غړي هغه وړتيا نه لري چې وزارت يې ورڅخه غواړي . په سفارتونو کېسفيران د يوې ډلې کسان دي . نعمت الله دانش شملزى - پاکستان د کرزي حکومت ولاياتو کې سوله ټينگه کړې او له گاونديو په تېره پاکستان سره يې اړيکي ښې کړي دي . گل گنډاخېل - هانگ کانگ
 |  د کرزي له حکومته بايد سخت دريځي ليرې شي .  تبسم کوټه |
په دې حکومت کې ملي سرود لا جوړ نه شو .اميري - ناڅرگند ځاى کرزی ٩٨ ورځې په بېکارئ او ٢ ورځې په کار کی تيرې کړي دي. دا په دې معنی چې ده و نه شو کړی چې مقتدره خارجيان دې ته وهڅوي چې دخپلو گټو په خاطر دافغانستان د بيا رغونې په فکر هم شي. د بوش او بلير وعدې به د افغانستان خلک هيری نه کړي. عبدالحکيم بارکزى - کوټه بلوچستان په تيرو ١٠٠ ورځو کې د کرزي د کاميابۍ ټيک لږ دي . رشوت ، فساد او تښتونې ډيرې شوي دي . رحمت توخى - پاکستان کرزي په خپله ژمنه وفا نه ده کړې . دۀ ځينې ټوپکسالارن بيا هم وټاکل که همداسې حکومت روان وي پنځه کاله وروسته به حکومت بيا له ټوپکسالارانو سره وي . نعيم شينوارى - جرمني د کرزي د حکومت يوازينى مثبت ټکى دا دى چې وروسته له ٣٠ کالو په افغانستان کې کراري شوه . فضل احمد - کوټه بلوچستان زماپه ګومان خوکرزی صاحب په سل ورځې حکومت کی هيڅ ونکړل ځکه چې کابينه يې دزړې نسخې کاپي ده او همدارنګه يې نورټوپک سالاران هم په کابينه کې داخل کړل اوهم يې په خپلووعدو وفاونکړه چی دايوه ناکامه دوره وه . تبسم - کوټه بلوچستان د کرزى حکومت ښه دى خو سخت دريځې بايد ترې ليرې شي . ټوله پړه دې پر کرزي نه وي ملت هم بايد خپله ونډه واخلي . عبدالنافع - افغانستان په تيرو درو مياشتو کې ځينې مهم بدلونونه راغلي دي . د ښاغلي کرزي حکومت توانيدلى دى چې له مرکزه ولاياتو ته وغځيږي او د جنگسالارانو واک کم کړي . جنگسالاران اوس هم که شته يوازې سمبوليکې څوکۍ لري هغومره واک نه لري لکه تر ټاکنو وړاندې يې چې لرل . عصمت عزيز - فرانکفورت جرمني حامد کرزى مه گرموئ ،. دى په کور دننه له اسلام پالو او له هيواده دباندې د بهرنيو دښمنانو تر منځ گېر دى . دى د داسې ملت مشري کوي چې تر ډاکټر دم ښه بولي ، صبر وکړئ .  |  نه يوازې کرزى بايد ټول ملت جدي شي .  ببرک پوپل ، کندهار افغانستان |
ببرک پوپل - کندهار افغانستان اداري فساد ، رشوت ، د امنيت نشتوالى او کوکنار دا هغه څه دي چې هره ورځ يې وينو ، کرزى يو ټاکل شوى ولسمشر دى بايد جدي گام واخلي ، نه يوازې کرزى بايد ټول ملت جدي شي . کاکړ - پېښور کرزى صاحب واک له جنگسالارانو ملتپالانو ته وسپارئ . شفيق - اډمنټن کانادا زما په ٣٠ کلن ژوند کې کرزى هغه يوازينى افغان ولسمشر دى چې له ولس سره ريښتينى دى . کرزى ولس ته وايي چې حکومت يې ښه نه دى خو د ښه کولو هڅه يې کوي . همدا عمل يې د ستاينې او ډير مهم دى .
 |  زما په ٣٠ کلن ژوند کې کرزى هغه يوازينى افغان ولسمشر دى چې له ولس سره ريښتينى دى . کرزى ولس ته وايي چې حکومت يې ښه نه دى خو د ښه کولو هڅه يې کوي .  شفيق ، کاناډا |
سعيد فاطمي - لندن انگلستان حامد کرزي تر اوسه د بشري حقونو او نورو ادارو غوښتنه نه ده منلې چې د بشري حقونو د سرغړونکو د محاکمې لپاره يوه اداره جوړه کړي . شايد دى ډاريږي چې په اداره کې يې داسې ډير کسان شته چې د بشري حقونو په سرغړونه به ونيول شي . که حامد کرزى د ولس خير غواړي او خپله سياسي گټه ورته مطرح نه وي نو د بشري حقونو سرغړونکي دې محاکمه کړي . گلزار - جوانسبرگ سويلي افريقا د ولسمشر کرزي لپاره بايد صبر وکړو ، دى د داسې ولس مشري کوي چې ډيرى يې لا په لسمه پيړۍ کې ژوند کوي . کرزى نه زړور قدم پورته کولى شي او نه په احتياط گام اخيستى شي . د کرزي تگلاره او حکومت ښه دى او راتلونکى يې راته روڼ ښکاري . مطيع الله صحت - نيويارک امريکا تر پخوا اوس ډير پرمختگ شوى دى خو افغانان به هغه وخت خوشاله شي چې ټوپکسلاران او قومندانان ليري شي . اسرار - جلال اباد افغانستان کرزى تر اوسه پورې په سلو کې ٥٠ کاميابه دى . موږ په هيله يوو چې کرزى په خپلو هغو ژمنو ودريږي چې پخوا يې کړې وې . خالد زماني - لندن انگلستان حامد کرزي تر هغه وروسته ولس ته شا واړوله چې جنگسالاران يې بيا واکمن کړل .  |  د حامد کرزي حکومت لا هم ډيرو اصلاحاتو ته اړتيا لري .  ډاکټر محمد الله کابل افغانستان |
محمد الياس - ناڅرگند ځاى د افغانستان حکومت په کورنيو وېشل شوى دى . په بهرنيو چارو وزارت کې دا چاره ښه څرگنده ده چې سفيران اکثره د مشهورو کسانو خپل خپلوان دي . نجيب الله زهير - کابل افغانستان ايا کرزى نور افغانان نه پېژني چې بيا يې هغه کسان په کابينه کې ځاى کړل چې په تيرو درو کلونو کې يې څه نه و کړي ؟ دلاور فيضان - کابل افغانستان حامد کرزى افغانان نه پېژني . يو لږ شمير کسان دي چې پر ځان يې راټول کړي دي . کله يې والي کړي کله وزير ، نوي ځوانان او زاړۀ سياستوال نه ورسره پريږدي . ډاکټر محمد الله - کابل افغانستان د حامد کرزي حکومت لا هم ډيرو اصلاحاتو ته اړتيا لري . حامد کرزى جدي چلند نه کوي . که يو کس په يوې څوکۍ کې ښه کار ونه کړي نو د سزا پر ځاى له يوۀ ولايته بل ته او يا ان سفير وټاکل شي . عبدالروف ناصر افغان - لورلايي بلوچستان د کرزي حکومت په دې ناکامه دى چې د بد امنيو او کوکنارو په برخه کې يې څه نه دي کړي . عبدالشکور کاکړ  |  کرزى تر اوسه ايله په سلو کې ٥٠ کاميابه دى .  اسرار جلال اباد افغانستان |
پېښور د ټوپکسالارانو ستونزه که حل شي نور هر څه سم ښکاري . وحيد الله اماني کابل افغانستان کله چې دکرزي لخوا د دسمبر په ٢٣ نوې کابينه اعلان شوه بې له شکه دافغان ولس په زړونو کې داهيلې وغوړېدې چې نور به يي ويجاړ هېواد ودانيږي او دټوپک والوله شرڅخه به خلاصيږي ،خو لکه څنګه چې ليدل کيږي دافغان ولس دغه هيلې هم له خاورو سره خاورې شوې او دهرې ورځې په تيريدو سره دولت دخلکوباور له لاسه ورکوي . همدا راز نوې کابينې په تيرو ١٠٠ ورځو کې هيڅ داسې دپام وړ څه نه دي ترسره کړې چې ملت ورته خوشبين واوسي .  |  ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٢١٥  په دې شمېره يوازې د خپرونې پر وخت ستوديو ته ژوندى زنگ وهلى شئ |
هيبت الله زرمتى ممبى هند حامد کرزى بريالى دى او افغانانو ته پرتليزه توگه تير کال د امنيت له پلوه هم ښه و خو ښوونه او روزنه او د سړکونو جوړولو ته بايد پام وشي . محمد سعيد کندهار افغانستان کرزى او ١٠٠ ورځې يې بريالۍ وې خو د هغو کسانو په ټاکنه کې بايد احتياط وکړي چې ورته نژدې دي .  |  د کرزي حکومت په دې ناکامه دى چې د بد امنيو او کوکنارو په برخه کې يې څه نه دي کړي .  عبدالروف ناصر لورلايي بلوچستان |
عزيز الرحمن صمدي لندن انگلستان اداري فساد زيات شوى او امنيت هم نه دى ښه شوى . کرزى لا په دې نه دى توانيدلى چې د کابينې غړي يې ورسپارل شوي کارونه وکړي . عبدالله حبيب کوټه پاکستان د کرزى د حکومت لپاره لا اوږد مزل په مخ کې پروت دى . تر اوسه خو کارونه د بهرنيانو له لورې شوي چې د هغوى منندوى يوو . شفيق الله عمران مزار شريف افغانستان د جنگسالارانو له ټاکنې دې لاس واخيستل شي . رفيع الله سلطاني اکسفورډ انگلستان کرزى بايد تعليم ، استعداد او شخصيت ته په پام سره ټاکنې وکړي . هڅه بايد دا وي چې له کابله دباندې هم خپل واک وغځوي . احسان الله شيرزاد گرديز افغانستان کرزى ښه دى خو د داسې کسانو له ټاکنې دې لاس واخلي چې لانجمن وي . خان عزيز سيال شارجه د کرزي حکومکت جوماتونو ته پام نه دى کړى بايد دقت وکړي . احمد ظاهر وحدت د ښاغلي کرزي حکومت د ازموينې په درشل کې دی بيړه به مو کړې وي چې د وړ او يا ناوړه نوم ورکړل شي ٠ خو د يو ا فغان په توگه ترې هيله کوم چې د مخالفينو سره خبرو او ښوونې روزنې ته د لومړيتوب حق ورکړي .  | شمېرې او پته د پيغام ثبتونکي تيلې فون شمېره ده : ٠٠٤٤٢٠٧٥٥٧٢٦٢٣ په لندن کې د فکس شمېره ده : ٠٠٤٤٢٠٧٢٤٠١١٥٦ په افغانستان کې مو د تيلې فون شمېره ده : ٠٢٠٢٢٠٢٣٠٠ |
عبدالمالک منگل لندن انگلستان کرزى د نوي افغانستان بنسټ اېښودونکى دى . خلک بايد ورسره مرسته وکړي . نجيب الله احمدزى گرديز افغانستان له کرزي خوښ يوو او له ولسمشر بوش څخه بايد مننه وکړو چې په افغانستان کې يې دغه ډول شرايط پيدا کړل . نواب کابل افغانستان بې روزگاري لا نه ده حل شوې . بيا رغاونکي شرکتونه بهرنيانو ته کار ورکوي خو خپلو افغانانو ته کار نه ورکوي ، حامد کرزى بايد دغه ستونزه حل کړي . نجيب الله سمنگاني مزار شريف افغانستان د حامد کرزي اود حکومت ستاينه يې کوم خو ځينې ستونزې شته چې بايد په راتلونکي کې حل شي . زاهد خان پېښور د کرزي حکومت لا تر اوسه د ازمېښت په پړاو کې دى . معصوم عارف لندن انگلستان د کرزي حکومت بايد دوو خبرو ته پام وکړي ، تعليم او د پردي کلتور د خپراوي مخنيوى . |