BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:28 گرينويچ 2005 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کى د کوکنارو کرنه لږ شوى ده
News image
په ننگرهار، هلمند، لغمان او څه باندى لسو نورو ختيڅو او مرکزى ولايتونو کى سږ کال لږ کوکنار کرل شوى دى.
د افغانستان د حکومت او د ملگرو ملتونو د سازمان يوه چټکه ارزونه ښيى چى د افغانستان په ډيرو سيمو کى د کوکنارو کرنه لږ شوى ده.

خو په کندهار، فراه او دريو نورو ولايتونو کى بيا د چارواکو په وينا ډير کوکنار کرل شوى دى.

د يوى خبرى غونډى پر مهال له مخدره توکو سره د مبارزى د وزارت مشر حبيب الله قادرى وويل: د کوکنارو د نه کرنى په بدل کى له افغان بزگرو سره مرستى خورا لږ دى - او د ده په وينا، نړيوالى ټولنه بايد له بزگرو سره د بديل معيشت اغيزمنى مرستى وکړى.

د کوکنارو د کرکيلى، قاچاق او نرخونو په هکله دا چټکه ارزونه د افغانستان په ٢٠٠ ولسواليو کى ترسره شوى چى د دى هيواد شاوخوا نيمايى برخه جوړوى.

News image
په کندهار، فراه، بادغيس، بغلان او سر پل ولايتونو کى سږ کال خورا ډير کوکنار کرل شوى دى
که څه هم په ارزونه کى موندل شوى چى، په ننگرهار، هلمند، لغمان او څه باندى لسو نورو ختيڅو او مرکزى ولايتونو کى سږ کال لږ کوکنار کرل شوى دى.

خو دا ارزونه د افغانستان د حکومتى چارواکو له وړاندنيو اټکلونو سره اړخ نه لگوى چى، ويل يى په ٢٠٠٥ ميلادى کال کى به د کوکنارو په کرنى کښى په سلو کى پنڅوس کمښت راشى.

څکه د ارزونى له مخى په کندهار، فراه، بادغيس، بغلان او سر پل ولايتونو کى سږ کال خورا ډير کوکنار کرل شوى دى.

پداسى حال کى چى ولسمشرحامد کرزى د مخدره توکو له کرکيلى او قاچاق سره د جهاد اعلان کړى او د حکومتى چارواکو په وينا تيرکال څه باندى ٧١ زره جريبه مڅکه د څانگړو څواکونو لخوا د کوکناو له بوټو پاکه شوى ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت