BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:31 گرينويچ 2005 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کالنۍ ځانگړې مشاعرې او اغيز يې , دعربي يو شهکار ناول او نوي کتابونه
News image
پېلوزې هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ
د نارنج گل ، مڼې گل او رحمان بابا کالنۍ مشاعرې د شعر او ادب په غوړولو او د نويو ځوانانو په روزنه کې څرنگه اغيز لري ؟

د پېلوزې اوونيز لنډ بحث همدې موضوع ته بېل شوى دى .

د ننگرهار د اطلاعاتو کلتور ريس محمد هاشم غمشريک او ځوان شاعر مختار قرار يې مېلمانۀ دي .

د خوست ، پکتيکا و پکتيا په سيمو کې د کالنيو ځانگړو مشاعرو پر نشتوالي له مخور شاعر پير محمد کاروان سره مرکه ، د بلوچستان په گردي ځنگله کې دکډوال لومړنۍ کالنۍ مشاعره او نوي پښتو کتابونه به هم يادوو.

مشاعرې د شعر او ادب په غوړولو او د نويو ځوانانو په روزنه کې څرنگه اغيز لري ؟

د مصر د وتلي ليکوال او د نوبل د ادبي جايزې د گټونکي نجيب محفوظ پر يوۀ ناول ، زموږ د مېنې ماشومان هم يادوو .

ايمل پسرلى د پېلوزې هنري ادبي خپرونه وړاندې کوي .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت