BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2005 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م-م د کوکنارومخ په زياتيدونکي قاچاق انديښمن کړى دى
کوکنار
په تېرو دوه درې کلونو کې د پاکستان په ځينو سيمو کې د مخدره مواد په کښت او توليد کې هم زياتوالي راغلى دى
د ملگرو ملتونو د مخدره داروگانو ادارې په خپل يوه رپورت کې په افريقايي هيوادونو کې د پيچکاريو له لارې د هيروينو او د نورو مخدره موادو د استعمال د زياتوالي له امله انديښنه څرگنده کړې ده

په دغه رپورت کې په افغانستان او پا کستان کې هم د مخدره موادو په توليد کې د زياتوالي د رامنځ ته کيدو له کبله انديښنه په ډاگه شوې ده . په رپورت کې راغلي دي چې د طالبانو د حکومت د ړنگيدو وروسته تېر کال په افغانستان کې د مخدره موادو په توليد او قاچاق کې د پخوا په پرتله د پام وړ ډيروالى راغلى

په رپورت کئ خبر دارى ورکړل شوى چې که نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره د مخدره موادو د مخنيوي په چاره کې نوره ډيره مرسته ونه کړي ښايي په هغه هېواد کې نوې ټوکيدلې ديمو کراسي او نسبي سوله يو وار بيا له گواښ سره مخ شي .

پاکستان چې د ١٩٩٠ لسيزې په اوږدو کې يي تر ډيره حده پورې د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخه نيولي وه د ملگرو ملتونو د مخدره موادو د څانگې د نني رپورت په اساس په تېرو دوه درې کلونو کې د هغه هېواد په ځينو سيمو کې د مخدره مواد په کښت او توليد کې زياتوالي راغلى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت