BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:40 گرينويچ 2004 ,25 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قانوني : د دفاع وزارت مې ونه مانۀ
News image
يونس قانوني وايي دى پوځي کس نه دى

د افغانستان د اسلامي جمعيت پخوانى غړى او دملي غورځنگ له لورې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کانديد يونس قانوني وايي دى د ولسمشر کرزي د نوي حکومت ملاتړ کوي .

يونس قانوني وايي که څه هم د اوسنۍ کابينې له جوړښته پرته بله چاره نه وه خو دغه وزيران به هاله مشروعيت ومومي چې له ولسي جرگې هم تاييد شي . دۀ زياته کړه چې په دغې کابينې کې ځينې نيمگړتياوې هم وې .

ښاغلى قانوني ادعا کوي له دۀ غوښتل شوي و چې د دفاع د وزير په توگه کار وکړي خو دۀ دغه غوښتنه ځکه ونه منله چې خپله پوځي کس نه دى .

د ولسمشرۍ دغۀ کانديد چې تر ولسمشر کرزي وروسته يې په ټاکنو کې تر ټولو ډيرې رايې گټلې وې زياته کړې چې دى د يوۀ پراخ او ملي گوند په جوړولو له دولته دباندې فعاليت غواړي .

 په ١٠ ورځو کې به نوى گوند جوړ کړم چې ښايي د نوي افغانستان گوند ونوميږي .
يونس قانوني

ښاغلي قانوني په کابل کې خبريالانو ته وويل دى به په راتلونکو ١٠ ورځو کې د يوۀ نوي گوند د فعاليتونو د پيل خبر ورکړي .

دۀ وويل د دغۀ نوي گوند پر نوم يې لا پريکړه نه ده کړې خو ښايي د نوي افغانستان گوند به يې ونوموي .

پر نوې کابينې باندې د ښاغلي قانوني نيوکه دا وه چې د ځينو ولايتونو دوه کسان پکې ځاى شوي حال دا چې د نورو بيا يو کس هم نشته .

د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته د ولسمشر کرزي په حکومت يوه نيوکه دا وه چې د يوې ولسوالۍ چې وروسته ولايت شو گڼ کسان په کابينه کې ځاى شوي دي . دغه ولايت د پنجشير دى چې د ښاغلي قانوني پلارنى ټاټوبى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت