BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:20 گرينويچ 2004 ,24 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى وايي قانوني او فهيم له دولته دباندې هم خدمت کولى شي
News image
يونس قانوني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په سلو کې نژدې ١٦ رايې گټلې وې

ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل سيال يونس قانوني په باب ويلي چې د دۀ په وينا ځوان او تکړه دى .

ښاغلي کرزي وويل يونس قانوني که يو څه نوره خواري وگالي نو د افغانستان راتلونکى ولسمشر به وي .

حامد کرزي دا سپيناوى ونه کړ چې دغه خواري به څه وي . خو ويې ويل چې په ټاکنو کې يې په سلو کې ١٦ رايې وگټلې دا امکان شته چې په راتلونکو ټاکنو کې د دۀ په څير په سلو کې ٥٥ رايې ترلاسه کړي .

حامد کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل دا ضرور نه ده چې څوک دې يوازې د کابينې په چوکاټ کې ملت ته خدمت وکولاى شي .

ښاغلي کرزي دا خبرې د نوې کابينې تر لوړې وروسته کولې . دۀ د قسيم فهيم په باب وويل چې هغه د افغانستان تر ټولو لويه پوځي رتبه لري .

 له جنگسالارانو کومه ويره نه لرم
ولسمشر حامد کرزى

ښاغلى فهيم په تېرو درو کلونو کې د حامد کرزي د دفاع وزير و خو په نوې کابينه کې ځاى نه لري .

ځينې سياسي شننونکي په کابل کې په دې باور دي چې ولسمشر کرزي په خپلې نوې کابېنې کې جنگسالارانو ته خورا لږ يا هېڅ برخه نه ده ورکړې، او دغه کار ښايي سياسي او امنيتي بې ثباتي تر شا ولري.

خو ښاغلي کرزي وويل مجاهدين د کابينې نژدې ملگري دي . دى کومه اندېښنه نه لري .

ښاغلي کرزي وويل دى له جنگسالارانو کومه ويره نه لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت