د يمن جګړې ولسي زيانونه
په یمن کې د سعودي په مشری ائتلاف چې د امریکا او بریتانیا له ملاتړه برخمن دی هوايي بریدونه کوي.
دا بریدونه په هغو یاغیانو کیږي چې ۱۸ میاشتې مخکې یې د دغه ځای حکومت له واکه غورځولی و.
د سعودي ائتلاف پر یمن هوایي او سمندري لاري هم تړلې چې دغه هېواد ته د اړتیا وړ توکي او مرسته ور وړل کېدله.
اوس دغه هېواد د خوراکي توکو، تیلو او درملو له سخت کمښت سره مخ دی.