ازاده جرګه: د ټاکنو ناندرې او پر اقتصاد یې اغیز
د افغانستان د مالیې وزرات ګواښنه کړې چې که د ټاکنو پایلې ژر جوتې نه شي حکومت به د مامورینو د معاشونو وس وبایلي.
ټاکنیزو ناندریو د افغانستان د ژوندانه پر ټولو اړخونو ناوړه اغېز کړی، خو اقتصاد ته یې زیان تر ټولو ستر دی.
دا ځل د بي بي سي په آزاده جرګه کې د ټاکنیزو ناندرو او پر اقتصاد د هغې د اغیزو په اړه بحث شوی دی.
دې خپرونې ته د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمیسیون غړې فاطمه عزیز، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی او د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مشر خان محمد باز رابلل شوي.
دغه خپرونه نجیب الرحمن حامد جوړه کړې او اسماعیل سعادت یې وړاندې کوي.