ازاده جرګه: له ګاونډیو سره د اړیکو ناندرۍ څنګه سمېدلی شي؟
پخوا هم وې، خو په وروستیو لسیزو کې له ګاونډیو سره د اړیکو ناندرۍ ډېرې شوې دي. لویه خبره د لاسوهنو ده چې ترهګري یې د وسیلې په توګه کارېږي.
خو نشه یی توکي، کډوال او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتوالی د ناندریو او کړکېچ نور لاملونه دي چې هره خوا پرې بل ګرموي.
ولې داسې ده او اړیکي څنګه سمېدلی شي؟
هرات کې جوړه شوې د ازادې جرګې دا خپرونه پر همدې موضوع را څرخي.
وړاندې کوونکی: اسمعیل سعادت
پروډیوسر/جوړونکی: نجیب حامد