کابل: ۵ ورځنی فلم فېسټوال پرانیستل شو

    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

دغه فلمي مېله کې، چې د یو شمېر ادارو او مرکزونو په همکاري جوړه شوې، تر ۱۱۰ پورې فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، چې پر بېلو موضوعګانو جوړ شوي.

د مهرګان په نوم فلمي مېله کابل کې پیل شوه.
د عکس تشریح، د مهرګان په نوم فلمي مېله کابل کې پیل شوه.
د مېلې پیل مراسمو کې لسګونه کسانو ګډون درلود.
د عکس تشریح، د مېلې پیل مراسمو کې لسګونه کسانو ګډون درلود.
هغه سالون، چې دغه مېله پکې پیل شوه، نژدې ټولې چوکۍ یې ډکې وې.
د عکس تشریح، هغه سالون، چې دغه مېله پکې پیل شوه، نژدې ټولې چوکۍ یې ډکې وې.
د دغې فلمي مېلې جوړولو مسوول، علي محمدي کیان وايي، موخه یې د افغانستان سینمايي صنعت وده او د فلمونو لپاره بازار موندنه ده.
د عکس تشریح، د دغې فلمي مېلې جوړولو مسوول، علي محمدي کیان وايي، موخه یې د افغانستان سینمايي صنعت وده او د فلمونو لپاره بازار موندنه ده.
دغه مېله کې پر بېلو موضوعګانو جوړ شوي نژدې ۱۱۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
د عکس تشریح، دغه مېله کې پر بېلو موضوعګانو جوړ شوي نژدې ۱۱۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
دغه کابل کې د تېرو څلورو میاشتو مودې کې دویمه لویه فلمي مېله ده. څلور میاشتې د بشري حقونو پر موضوع جوړ شویو فلمونو فېسټوال کابل او بامیانو کې تر سره شو.
د عکس تشریح، دغه کابل کې د تېرو څلورو میاشتو مودې کې دویمه لویه فلمي مېله ده. څلور میاشتې د بشري حقونو پر موضوع جوړ شویو فلمونو فېسټوال کابل او بامیانو کې تر سره شو.
د فلمي مېلې مراسمو کې لسګونه فلمي لوبغاړو، لیکوالو او ژورنالستانو ګډون کړی و.
د عکس تشریح، د فلمي مېلې مراسمو کې لسګونه فلمي لوبغاړو، لیکوالو او ژورنالستانو ګډون کړی و.
دغه مېله به پنځه ورځې دوام وکړي او ټاکلي فلمونه به نندارې ته وړاندې شي. په پای کې به ماهرین غوره هغه وټاکي.
د عکس تشریح، دغه مېله به پنځه ورځې دوام وکړي او ټاکلي فلمونه به نندارې ته وړاندې شي. په پای کې به ماهرین غوره هغه وټاکي.
دغه فلمي مېله د هنر او سینمايي علومو اکاډیمۍ، د مهرګان مرکز او دولتي ادارې افغان فلم او کابل پوهنتون په مرسته جوړه کړې ده.
د عکس تشریح، دغه فلمي مېله د هنر او سینمايي علومو اکاډیمۍ، د مهرګان مرکز او دولتي ادارې افغان فلم او کابل پوهنتون په مرسته جوړه کړې ده.
د مېلې لپاره وخت اړوند کمېټې ټاکلی.
د عکس تشریح، د مېلې لپاره وخت اړوند کمېټې ټاکلی.
نندارې ته وړاندې شویو فلمونو په باب یو کتابګوټي کې معلومات وړاندې شوي، چې پر ګډونوالو وېشل کېږي.
د عکس تشریح، نندارې ته وړاندې شویو فلمونو په باب یو کتابګوټي کې معلومات وړاندې شوي، چې پر ګډونوالو وېشل کېږي.
فلمي مېله کې افغان سینمايي فعالانو ته فرصت ورکول کېږي چې خپل نظر له نورو سره شریک کړي.
د عکس تشریح، فلمي مېله کې افغان سینمايي فعالانو ته فرصت ورکول کېږي چې خپل نظر له نورو سره شریک کړي.