کابل کې د پاکستان ضد لاریون وشو

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او نورو لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. د لاریون موخه وړمه شپه د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې د پاکستان غندل او له افغان ځواکونو سره ملاتړ اعلانول وو.

لاریون کوونکو د پاکستان او د دغه هېواد د امنیتي ادارو پر ضد نارې وهلې او د افغان ځواکونو ستاینه یې کوله. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي، چې د افغانستان په چارو کې د دوی په وینا لاسوهنه بنده کړي.