
د تېرو کلونو په څېر څښکال هم د ښځو نړيواله ورځ (د مارچ اتمه نېټه) په غونډو او پروګرامونو سره لمانځل کېږي.
موږ هم د دې اوونۍ په ستاسې غږ کې د افغان مېرمنو په وضعې غږېږو او له تاسې اورو.
ستاسې په فکر په افغانستان کې د مېرمنو د حقوقو په برخه کې لوېې لاسته راوړنې څه دي؟ د دې حقونو په مخ کې څه شى خنډ ګرځي؟ او ښځو ته د بشپړه حقوقو ورکولو لپاره څه کول په کار دي؟
په دې اړه خپلو پوښتنو او نظرونو لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ را ووهئ، يا هم د اېس ام اېس يا لنډ ټیلیفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
دغه راز پهPashto@bbc.co.uk
هم خپل نظرونه راستولى شئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












