په عراق کې ځايي رسنۍ وايي، د پلازمېنې بغداد سویل ته په
بابل سیمه کې یوه چاودنه شوې ده. رویټرز خبري اژانس د عراقي ملېشه ځواکونو او دوو
امنیتي سرچینو له قوله لیکي چې د 'حشد الشعبي' نومي ځواکونو په یوه مرکز کې چاودنه
شوې.
دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې چاودنه د یوه نامعلوم هوايي ګوزار له کبله
رامنځته شوې، چې د جمعې په شپه ناوخته شوې.
د ولسي ملېشو دوو سرچینو په خبره په دې
چاودنه کې د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیان یې اړولی دی. د ایران پلوه ملېشه
ځواک خبري چېنل صابرین نیوز په رپوټ کې ویل شوي، په بابل سیمه کې پر کالسو مرکز
برید شوی دی.
دا رپوټ هم وايي، په دې چاودنه کې د سر زیان نه دی اوښتی.
کالسو سکندریه
ته نژدې او د بغدا په سویل کې ۵۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري. عراقي چارواکو تر اوسه
رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د تسنیم خبري شبکې په رپوټ کې د 'عراق
اسلامي مقاومت' له قوله ویل شوي وو، چې دې ځواکونو د اسرائیلي ځواکونو 'عوبدا' مرکز په نښه کړی.
'د عراق اسلامي مقاومت' نوم د کتائب حزبالله، نجبا او کتائب سید
الشهدا د شیعه ملېشه ځواکونو لپاره کارول کېږي، چې په عراق او سوریه کې پر
امریکايي پوځي اډو د بریدونو مخینه لري. د دې ډلو د یو ځای کولو هدف دا بلل کېږي،
چې واشنګټن و نه شي کولای د بریدونو مسوولیت پر یوه ډله واچوي.