خبریال عمر دراز وايي، چې ښار کې رایه په شور او ځوږ سره روانه ده. د مسلم لیګ نون ډله ټاکنیزو مرکزونو کې ده، د پاکستان تجریک انصاف غړي سړکونو ته وتلي او د خپل ګوند په ملاتړ نارې وهي. غرمه کې له باران وروسته د رایه اچوونکو شمېر ډېر شوی او لوی لوی کتارونه یې جوړ کړي د ي. سیاسي ډلو خپلو ملاتړو ته تر رایې مرکزونو وړتیا ټرانسپورټ برابر کړیدی.
کوټه کې خبریال محمد کاظم وايي، د ورځې لومړیو کې هم د رایه ور کوونکو شمېر کم و، خو له ځانمرګي برید وروسته دا شمېر د څه مهال لپاره لا ډېر کم شو.
د هغه وینا ده چې وروسته د رایه ور کوونکو بیروبار زیات شو.
کاظم وايي، له دې سره زریاب سړک سیمه کې سړکونه خالي دي، یوازې سیاسي کارکوونکي شته، خو رایه ور کوونکي کم لیدل کېږي.
پلازمېنه اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د دریو حلقو لپاره رایه روانه ده.
د کلیو پرتلهښاري سیمو کې د رایه ور کوونکو شمېر ډېر دی.
اېن اې ۵۳ حلقه کې رایه ور کوونکي ډېر دي، دلته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي برخه لري.
په دې حلقه کې د ملي مسلم لیګ نوماند هم براخه اخیستې ده.
دلته د ګوندونو ټاکنیزو مرکزونو کې یواځې د دوی غړي ناست دي او رایه ور کوونکي نه ښکاري.
خبریال عزیزالله خان وايي، په ښار کې د رایې اچونې پر مهال امن و او د رایې اچونې مرکزونو امنیت په کلکه نیول شوی.
رایه ورکوونکي مرکز ته له دننه کېدو مخکې ښه تلاشي کېدل او ان خبریالانو ته د کمرو او موبایلو دننه کول له اجازه نامو سره سره بیا هم ستونزمن و.
تحریک انصاف یو ځل بیا د یوې پیاوړې پارټۍ په توګه رامخ ته شو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې زور او ځواک سره لیدل کېده.
بل خوا له یوې اوږدې مودې وروسته بیا په پېښور کې د عوامي نیشنل پارټي هم جنډې ولیدل شوې.
د ای این پی غړي وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو له خوا د هغوی د نوماندانو په نښه کېدلو د دوی لاسونه تړلي و.
خو دا ځل دوی ته د سیالۍ یو ډول موقع برابره شوه .
د بي بي سي خبریال وايي، د تېر پرتله کراچۍ کې د رایه ور کوونکو شمېر کم دی.
د ښار ډېرو حوزو کې د ورځې پیل کې د رایه ور کولو مرکزونه تش و، خو له غرمې وروسته ورته د خلکو تګ پیل شوی دی.