تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

ژوندی پوښښ

  1. د سږکال اتلولي د راشد لوبډلې په برخه شوه

  2. د پای لوبې حال

  3. وروستی, راشد خان, د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

    ډېر خوښ یم.. دا لومړی ځل دی چې زه د یوې لوبډلې مشري کوم. ټولو را سره ډېره مرسته وکړه. زما ډېره هڅه دا وه چې لوبډله مې ښه توپ نیونه وکړي. بریا د ټول ټیم وه.

  4. نبي عیسی خیل

    خوښ یم چې په شپږېزه کې مو دویم ځای خپل کړ. په پایلوبه کې مو ځینې تېروتنې وکړې چې له امله یې ونه توانېدلو اتلان شو.

  5. د لیګ غور توپ اچوونکی, د زمبابوې چتارا

    چتارا په دې لیګ کې ۱۳ لوبغاړي وسوځول

  6. د ټول لیګ غوره لوبغاړی, کریم صادق

    ډېر زیات خوشحال یم چې په دومره لوبغاړو کې زه د لیګ غوره لوبغاړی ټاکل کېږم. کریم صادق له نړیوالو لوبغاړو مننه هم وکړه.

  7. د لیګ غوره توپ وهونکی, اصغر ستانکزی

  8. ظاهر خان نوی استعداد

    ظاهر خان د نوی ستوري جایزه خپله کړه. ظاهر خان څو ورځې وړاندې د بنګله دېش غوره لیګ ته غوره شو..

  9. جاوید احمدي د لوبې غوره لوبغاړی شو

  10. وروستی, شپږېزه: په لوبغالي کې ژړا او اتڼونه

  11. ګل خان ساپی, فیسبوک

    👍 ټولو افغانانو ته دې مبارک وي. د بند امیر بریا د ټول افغانستان بریا ده.

  12. هاند: ما کله هم راشد خان داسې نه و لیدلی

  13. وروستی, د سږکال شپږیزې څه راوښوول؟

    · افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري

    · افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي

    · ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو

    · د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري

    · ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري

  14. مریم امرخېله: ښځې باید لوبغاړي تشویق کړي او لوبغالي ته راشي

  15. د سولې په راوستلو کې د کرېکټ ونډه

    د لوبې پر وروستۍ ورځ لوبغالي کې یو شمېر دولتي چارواکي هم د پایلوبې کتلو ته ناست ول. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي په خپلې وینا کې وویل، ورزش او کرېکټ د افغانانو په یو موټی کولو او په تېره بیا د سولې په راوستو کې ځانګړې ونډه لري.

  16. د راشد خان بند امیر د نبي لوبډلې ته په ماتې سره د شپږيزي اتلولي وګټله

    🏏 🎉

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

    د دواړو لوبډلو تر منځ سخته سیالي وشوه او د پای تر اووره یې اټکل نه شو کېدای چې کومه لوبډله به یې ګټي.

    د راشد خان لوبډلې بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

  17. وروستی, شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

  18. وروستی, په ۱ توپ ۵ منډو ته اړتیا ده

  19. د افغان نجونو له خوا به مو د کرېکټ لوبډلو داسې ملاتړ نه وي لیدلی

  20. وروستی, رن اوټ

    سکندر رضا وسوځېدو.. لوبه نور هم په زړه پورې شوه..

    په ۳ توپونو ۹ منډو ته اړتیا ده.