قطر وايي له موږ سره خیانت شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر د پنجشنبې په سهار وختي په سخته ژبه یوه بیان کې د نتنیاهو څرګندونې وغندلې چې هغه پکې د حماس د دفتر د شتون په اړه خبرې کړې وې او دغه څرګندونې یې "بېپروا" بللې.
د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل: "زه داسې خبرې نه شم موندلی چې زموږ د غوسې کچه وښيي. دا د دولت ترهګري ده. موږ سره خیانت شوی."
قطر څرګنده کړه چې "نتنیاهو هڅه کوي د ثبات او سولې هره موکه له منځه یوسي"، دا وروسته له هغه چې هغه په دوحه کې د حماس پر مشرانو "ښکاره برید" وکړ.
قطر زیاته کړه "ټولو ته ښکاره خبره ده" چې د قطر چارواکي د حماس له مشرانو سره لیده کاته کوي، د هغه رول په چوکاټ کې چې قطر یې د منځني ختیځ د روانې شخړې د منځګړي په توګه لوبوي.
دوحې روښانه کړه چې "د دې غونډې په اړه هر څه د اسرائیلیانو او امریکایانو لپاره ښه معلوم دي، دا داسې څه نه دي چې موږ یې پټ کړو.. هېڅ دلیل نشته چې دا د ترهګرۍ ته پنا ورکول وګڼل شي."

















