تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت؛ قطر او عمان د هرمز تنګي په اړه سلا مشورې کوي

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله، متحده ایالاتو ایران ته د شنبې ورځې تر پایه مهلت ورکړی چې په ښکاره ډول تضمین وکړي، چې دغه مهمه سمندري لاره به پرانیستی پاتې شي او سوداګریزې بېړۍ به د بریدونو هدف نه ګرځي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. ټرمپ ګواښ کړی، که ایران د ده د ترور هڅه وکړي، پراخ بریدونه به پرې وشي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت ته ګواښ کړی چې که د ده د ترور لپاره اقدام یا هڅه وشي، متحده ایالات به پر ایران پراخ پوځي بریدونه وکړي.

    هغه پرخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل لیکلي: ''زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي دي، او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''

    ټرمپ دغه راز لیکلي چې اړینې لارښوونې یې صادرې کړې دي او د امریکا پوځ د یوه کال مودې لپاره، چې د غځولو امکان لري، چمتو دی چې ''د ایران ټولې سیمې په بشپړ ډول ویجاړې کړي.''

    هغه خپل پیغام په دې ټکیوپای ته رسولی: ''ځانګړې ستاینه د الله لپاره ده.''

    دا ګواښ وروسته له هغې مطرح شوی چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې اسرائیلي استخباراتو د ټرمپ د ترور لپاره پهایران پورې تړلې نوې طرحه موندلې ده. دغه راز، د علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې د ځینو انځورونو او شعارونو له خپرېدو وروسته هم دا موضوع توده شوې ده.

    د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تر دې وړاندې د ډونلډ ټرمپ د ترور د پلان جوړونې تورونه رد کړي دي.

  2. عراقچي: یوازینۍ لار د اسلام اباد د تفاهم یادداشت ته د ایران او امریکا متقابل ژمن پاتې کېدل دي

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرامریکا تور پورېکړیچې د تفاهم له یاداښته یېسرغړونه یې کړې او ادعا کوي،چې ایران لا هم د دغهتفاهم‌ ژمنو ته وفادار پاتې دی.

    عراقچي پرشنبهپر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې وویل چې د امریکا د خزانې (مالیه) وزیر د تفاهم لهنهمې مادې سرغړونه کوي.

    هغه ادعا وکړه چې دا سرغړونه د امریکا له لوري د نورو تېرو سرغړونو او تېروتنو دوام دی.

    ښاغلی عراقچي په خپل پیغام کې وايي: "حقیقت روښانه دی؛ یوازینۍ لار دا ده چې دواړه خواوې په متقابل ډول خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي."

    د یادونې ده چې تېره میاشت د امریکا او ایران ترمنځ د شوي تفاهم‌ د نهمې مادې له مخې، امریکا ژمنه کړې وه چې د ایران د تېلو، پټرولیمي محصولاتو او اړوندو خدمتو، لکه بانکي معاملو او ترانسپورتي چارو د صادراتو لپاره به معافیتونه ورکړي او نوې بندیزونه به نه لګوي.

    خو څو ورځې وړاندې، وروسته له هغې چې ایران په هرمز تنګي کې پر ځینو بېړیو لهبریدونو وروستهد امریکا خزانې وزارت پر ځینو ایراني اسعارو تبادلې مرکزونو او شرکتونو بندیزونه ولګول.

  3. سي‌بي‌اېس: ایراني چارواکو ویلي چې پر بېړیو بریدونه 'تېروتنه' وه

    سي‌بي‌اېس خبري شبکې د امریکايي لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایراني چارواکو په خصوصي خبرو کې د ډونلډ ټرمپ سلاکارانو ته ویلي چې هرمز تنګي کې پرسوداګریزو بېړیو بریدونه ''تېروتنه'' وه او دا اقدامات د سختدریځو یوې ډلې لخوا د مذاکراتو کمزوري کولو په موخه ترسره شوي دي.

    د دغو چارواکو په وینا، ایران د خبرو د دوام غوښتونکی دی، خو سپینه ماڼۍ غواړي چې تهران په ښکاره ډول د دغو بریدونو مسوولیت ومني. د ټرمپ اداره دا بریدونه د اوربند د سرغړونې په توګه ګڼي.

    راپور زیاتوي چې ډونلډ ټرمپ خپل ټیم ته، چې جې ‌ډي وینس، جراډ کوشنر، سټیو وېټکاف او مارکو روبیو هم پکې شامل دي، لارښوونه کړې چې خبرې روانې وساتي.

    ټاکل شوې ده چې د خبرو بل پړاو د شنبې په ورځ د عمان په کوربتوب‌ ترسره شي.

    امریکايي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې که ایران خپلو دښمنانه اقداماتو ته دوام ورکړي، نو واشنګټن به د پوځي او اقتصادي وسیلو په کارولو سره ځوابي اقدامات ترسره کړي.

    هممهاله، د قطري منځګړو یو پلاوی هم تهران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره یې لیدنې کړې دي. دغه دیپلوماټیکې هڅې د دې لپاره روانې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ موجود تفاهم له ماتېدو وژغورل شي او په هرمز تنګي کې رامنځته شوی تاوتریخوالی راکم شي.

  4. بقايي: ايران د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د زيانمنو شويو اټومي تاسيساتو د پلټنې اجازه نه ورکوي

    د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي وايي، تهران به هغو اټومي تاسيساتو ته، چې د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې زيانمن شوي، د پلټونکو د لاسرسي او پلټنې اجازه ور نه کړي.

    نوموړي ټينګار وکړ چې د ايران له نظره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۲۳۱ پرېکړه‌ليک نور حقوقي اعتبار نه لري.

    بقايي د ايران له دولتي ټلوېزيون سره په خبرو کې وويل، تهران له امريکا سره د مذاکراتو غوښتنه نه ده کړې، خو ایران ته یې د يوه منځګړي سفر منلی دی.

    د هغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د رویټرز خبري اژانس تر دې وړاندې د خپلو سرچينو له قولهراپور ورکړی و چې قطري مذاکره کوونکي په ايران کې دي او له ايراني چارواکو سره ليدنې کوي.

    بقايي د ايران د اټومي پروګرام په تړاود امنيت شورا د نننۍ غونډې په هکله وويل چې دا غونډه د امريکا، برېتانيا او فرانسې په غوښتنه او د ۲۲۳۱پرېکړه‌ليک پر بنسټ جوړه شوې وه.

    د هغه په وينا، ايران باور لري چې ياد پرېکړه‌ليک د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه خپل اعتبار له لاسه ورکړی او د هغه د پلي کېدو په هکله راپور ورکول نور حقوقي بنسټ نه لري.

    هغه زياته کړه چې چين او روسيې هم د دغې غونډې له جوړېدو سره مخالفت کړی و.

    د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په دې غونډه کې يو ځل بيا زيانمنو شويو اټومي تاسيساتو ته د پلټونکو د نه لاسرسي موضوع مطرح شوې ده.

    هغه وويل چې ايران تمه لرله نړيوالو ادارو به تر دې وړاندې پر دغو تاسيساتو د امريکا او اسرائيلو د بريدونو په اړه خپل دريځ څرګند کړی وای.

    بقايي په پای کې وويل چې د امنيت شورا غونډه له کومې څرګندې پايلې پرته پای ته رسېدلې ده.

  5. وروستی, ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی خو مذاکرات ورسره کوو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې له ایران سره مذاکرات کوي خو اوربند ورسره پای ته رسېدلی دی.

    ښاغلي ټرمپ دا تازه څرګندونې پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کړې دي. هغه لیکلي، "د ایران اسلامي جمهوريت له موږ غوښتي چې "خبرې" روانې وساتو. موږ دا ورسره منلې خو متحده ایالاتونو ورته په ډاګه کړې چې اوربند نور پای ته رسېدلی دی".

    امریکا پر ایران تور پورې کوي چې له هرمز تنګي تېردونکو بېړیو باندې یې برید کړی او په غچ کې یې د ایران په پنځو ولایتونو کې لسګونه هدفونه په نښه کړي دي.

    ایران هم پرون وویل چې په کوېت، قطر او بحرین کې یې د امریکا نظامي مرکزونه په نښه کړي. چارواکو یې ویلي چې که پر زېربناو یې بریدونه کېږي نو ایران هم د ځواب ورکولو "حق" لري.

  6. وروستی, د خامنه‌اي وېبپاڼې د هغه د قبر عکس خپور کړ

    د خامنه‌اي وېبپاڼې د ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د قبر عکس خپور کړی دی.

    دی پرون د کورنۍ له څلورو نورو غړو سره په مشهد کې د شیعه ګانو د "اتم امام په حرم" کې خاورو ته وسپارل شو.

    خامنه‌اي شاوخوا څلور میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د برید پر لومړۍ ورځ په تهران کې په خپل کاري دفتر کې ووژل شو. د ایران د ځينو سیاسي او نظامي چارواکو په ګډون په دغه برید کې د ده مېرمن، یوه لور، لمسۍ، نږور او زوم هم وژل شوي وو.

    د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې یې زوی او ځای‌ناستی مجتبی خامنه‌اي ګډون نه و کړی.

  7. وروستی, ایران ګواښ کړی چې د بنسټیزو تاسیساتو پر هر برید به اسرائیل په نښه کړي

    د واشنګټن او تهران ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري، خو تر شا یې د مذاکراتو هڅې هم روانې دي. په همدې حال کې، راپورونه د ټرمپ د ترور لپاره د ایران د یوې ادعا شوې دسیسې خبره کوي او د امریکا او د هغې د متحدانو ترمنځ کړکېچونه هم مخ په زیاتېدو دي.

    د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ګواښ کړی، که د دغه هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول برید وشي، ایران به ځواب ورکړي او خبرداری یې ورکړی چې اسرائیل به هم له دې غبرګون خوندي نه وي.

    محمد باقر ذوالقدر، د دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "لکه څنګه چې موږ مخکې هم اعلان کړی، د بنسټیزو تاسیساتو پر هر برید به ځواب ورکړل شي، او هغه مجرم صهیونیستي رژیم چې د دغو جنایتونو مسوول دی، زموږ د جنګیالیو له غبرګون څخه به خوندي پاتې نه شي."

    بل لور ته، رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې قطري مذاکره کوونکي ایران ته تللي او له ایراني چارواکو سره ګوري، څو د کړکېچ د کمولو او د پراخو خبرو اترو د بیا پیل لپاره مناسب شرایط برابر کړي. سرچینې زیاته کړې چې دغه خبرې د متحده ایالاتو په همغږۍ روانې دي.

  8. وروستی, رویټرز: قطري مذاکره کوونکي په ایران کې دي

    د رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې قطري مذاکره کوونکي په ایران کې دي او له ایراني چارواکو سره په لیدنو بوخت دي.

    پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې د خبرو اصلي منځګړی دی، خو قطر هم په دې برخه کې د منځګړي په توګه فعال رول لري.

    قطري مذاکره کوونکي وروسته له هغه ایران ته تللي چې د روانې اونۍ په منځ کې د ایران او امریکا ترمنځ د اور تبادله وشوه. په هرمز تنګي کې پر بېړیو له بریدونو وروسته، امریکا په دوو پرله‌پسې شپو کې د ایران په خاوره کې پوځي هدفونه په نښه کړل.

    رویټرز وايي، د دغو هڅو موخه د کړکېچ کمول او د پراخو خبرو اترو د دوام لپاره د زمینې برابرول دي، او دغه خبرې د متحده ایالاتو په همغږۍ ترسره کېږي.

  9. وروستی, روسیه او ترکیه د اس-۴۰۰ توغندیزو سیسټمونو درېیم هېواد ته د سپارلو په اړه خبرې کوي

    روسیې اعلان وکړ چې د دې امکان ارزوي چې ترکیې ته اجازه ورکړي څو د روسیې جوړ شوي اس-۴۰۰ توغندیز سیسټمونه یوه درېیم هېواد ته وپلوري؛ دا په داسې حال کې ده چې راپورونه خپاره شوي چې انقره غواړي دغه توغندیز سیسټمونه بل هېواد ته وسپاري، څو وکولای شي د امریکا اف-۳۵ جنګي الوتکو ته لاسرسی پیدا کړي.

    د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په یوه خبري ناسته کې وویل: "موږ په دې اړه د ترکیې له چارواکو سره اړیکې لرلې دي او د دې موضوع په تړاو به خپلو اړیکو ته دوام ورکړو"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل وروستي سفر کې انقرې ته اعلان وکړ چې هغه به د ترکیې پر وړاندې د امریکا هغه بندیزونه لغوه کړي چې د روسیې د توغندیز دفاعي سیستم د پېرلو له امله لګېدلي وو او همداراز یې دې ناټو متحد هېواد ته د اف-۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. د ترکیې د بندیزونو لغوه کول د کانګرس تصویب ته اړتیا لري.

  10. وروستی, د انرژۍ نړیوالې ادارې د نړۍ د تېلو د تقاضا د بېرته ښه کېدو د پیلېدو خبر ورکړ

    د انرژۍ نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۰مه، اعلان وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د تدریجي بیا پیل او د بیو د کمېدو له امله، د نړۍ د تېلو د تقاضا د "ښه کېدو" بهیر پیل شوی دی.

    د دې ادارې په میاشتني راپور کې راغلي: "د نړۍ د تېلو د تقاضا ښه کېدل پیل شوي دي او تمه ده چې د تېلو تقاضا او مصرف به په مې میاشت کې له ثبت شوې تر ټولو ټیټې کچې څخه زیات شي."

    دې ادارې د جون په میاشت کې اټکل کړی و چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله، چې د هرمز تنګي له لارې یې تګ راتګ ګډوډ کړی و، د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د تېلو تقاضا هره ورځ یو میلیون او سل زره بېرله کمه شي. خو اوس تمه کېږي چې دغه کموالی به هره ورځ یو میلیون بېرلو ته ورسېږي.

    په راپور کې راغلي: "د نړۍ د تېلو عرضه د جون په میاشت کې د پام وړ ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره بېرلو په زیاتوالي سره هره ورځ ۹۸ میلیونه او ۸۰۰ زره بېرلو ته ورسېده؛ ځکه چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د جریان بیا پیل د خلیج د هېوادونو د تولید د نسبي ښه کېدو زمینه برابره کړه. سره له دې، د نړۍ تولید لا هم د جګړې له پیل مخکې کچې څخه هره ورځ شاوخوا ۹ میلیونه او ۴۰۰ زره بېرله کم دی."

    د راپور په بله برخه کې راغلي: "د خلیج د هېوادونو د تېلو ټول صادرات، په هغو بارونو کې هم شامل دي چې د هرمز تنګي له تېرېدو پرته لېږدول شوي، د جون په میاشت کې هره ورځ د ۶ میلیونه او ۵۰۰ زره بېرلو په زیاتوالي سره ۱۶ میلیونه او ۱۰۰ زره بېرلو ته ورسېدل؛ دا د پام وړ زیاتوالی دی، خو لا هم د جګړې له پیل مخکې د ۲۴ میلیونه بېرلو د ورځني اوسط په پرتله ډېر کم دی."

    د انرژۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، د جون په میاشت کې د نړۍ د تېلو عرضه هره ورځ ۱۰۲ میلیونه او ۶۰۰ زره بېرلو ته ورسېده، او که "تاوتریخوالی په چټکۍ سره کم شي او بیا نښتې رامنځته نه شي"، د ښه کېدو بهیر به دوام وکړي.

    دې ادارې زیاته کړه: "که د تنګي له لارې د تېلو د لېږد کچه ښه شي، نو راتلونکی کال به د تېلو عرضه هره ورځ ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره بېرله زیاته شي."

    د انرژۍ نړیوالې ادارې همداراز اعلان وکړ چې د نړۍ د تېلو زېرمو د لومړي ځل لپاره، د فبرورۍ په ۲۸مه (د ۱۴۰۴ کال د کب ۹مه) پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو راهیسې، زیاتوالی موندلی دی.

    د سمندري معلوماتو د شرکت کپلر د لومړنیو معلوماتو له مخې، چې د بي‌بي‌سي د تصدیق څانګې (Verify) له خوا څېړل شوي، د جولای په ۹مه ۱۸ بار وړونکو او تېلو وړونکو بېړیو د هرمز له تنګي تېرېدل کړي دي. دا شمېر د جولای په ۸مه د ۲۸ بېړیو او د جولای په ۷مه د ۳۶ بېړیو په پرتله کم شوی دی.

  11. وروستی, اسرائیل امریکا ته خبر ورکړی چې ایران د ټرمپ د 'وژلو' هڅه کوي

    د باخبره سرچینو په وینا، اسرائیل متحده ایالاتو ته نوي استخباراتي معلومات ورکړې دي چې ښيي ایران د ولسمشر ټرمپ د ترور لپاره یوه نوې طرحه ارزوله. د امریکايي شبکې سي‌اېن‌اېن او وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د زیاتېدو لامل شي.

    ایران له کلونو راهیسې په ښکاره ډول د ټرمپ پر وړاندې د غچ اخیستلو ګواښونه کړي دي، ځکه چې د ولسمشر د لومړۍ دورې پر مهال د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مخکښ قوماندان قاسم سلیماني د وژنې امر شوی و.

    په واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت د اسرائیلو له لوري د اعلان شویو معلوماتو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ هم د تبصرې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ. مخکې د امریکا ولسمشر د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې د خپل ژوند د ګواښ د موجودیت موضوع یاده کړې وه.

    ټرمپ په ترکیه کې د انقرې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د خپل ژوند پر وړاندې د ګواښونو شتون ته اشاره وکړه.

    ټرمپ وویل: "هغوی غواړي د متحده ایالاتو له مشر (له ما) ځان خلاص کړي. زه د دوی په ټولو لېستونو کې یم. نن سهار مې ولیدل چې زه د دوی په هر یوه لېست کې شامل یم. تر اوسه فکر کوم چې لږ څه بختور وم، خو ښايي دا حالت ډېر دوام ونه کړي."

    د ټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ اړیکې په وروستیو اونیو کې خرابې شوې دي، ځکه چې د ایران سره د جګړې د دوام په اړه د دواړو ګټې او لیدلوري سره واټن پیدا کړی دی.

    نتنیاهو پر ایران د بریدونو د دوام او د جګړې د لا ډېرو اهدافو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. په مقابل کې، ټرمپ هڅه کړې چې له شخړې وتنلاره پیدا کړي او اندېښنه یې ښودلې چې دا شخړه ښايي نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي.

    نتنیاهو د ایران په اړه د ټرمپ پر ډیپلوماټیکو هڅو ژور شکونه څرګند کړي دي او همداراز د لبنان په اړه د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پر سر له ټرمپ سره اختلاف لري؛ هغه اقدامات چې د خبرو اترو بهیر یې لا پېچلی کړی و.

    امریکايي چارواکو اټکل کړی چې د اسرائیلو راپور ښايي د ټرمپ پر پرېکړو د اغېز کولو هڅه وي، په داسې وخت کې چې هغه ارزوي ایا پر ایران د امریکا پوځي اقدامات زیات کړي که نه.

  12. وروستی, پر بریدونو سربېره امریکا بیا له ایران سره د مذاکراتو غوښتنه کړې

    یو امریکايي چارواکي ویلي چې واشنګټن لا هم له تهران سره د یوې حللارې موندلو ته ژمن دی او د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي، سره له دې چې د پنجشنبې په ورځ امریکا او ایران د مقابل لوري پر اهدافو بریدونه وکړل.

    د ایران سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د هغو بریدونو په غبرګون کې یې، چې د همدې ورځې سهار یې د ایران پر ۹۰ پوځي هدفونو بریدونه کړي وو، په خلیج او اردن کې یې پر یو شمېر امریکايي اډو بریدونه کړي دي.

    د پنجشنبې ماښام ایراني راپورونو هم خبر ورکړ چې د ایران په سوېل کې یو ځل بیا امریکايي بریدونه شوي دي. ویل شوي چې چابهار ښار کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې بوشهر ته نږدې یوه پوځي اډه په یوه توغندي لګېدلې ده. همدارنګه، په بوشهر کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو خبر ورکړل شو، خو د اوښتو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

    بل لور ته، اکسیوس ویبپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې متحده ایالات "په اوس وخت کې د ایران پر ضد له هېڅ برید سره تړاو نه لري."

    د ایران د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د امریکا په بریدونو کې د چهارشنبې له ورځې راهیسې، چې جګړې بیا پیل شوې، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو خواوو تر دې وړاندې د شخړې د درولو لپاره د تفاهم یادداشت هم لاسلیک کړی و.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د ایران د یوه هدف د بمبارۍ له انځور سره لیکلي: "دا د هغو بریدونو غچ دی چې ایران پرون پر بېړیو وکړل. که دا کار بیا تکرار شي، پایلې به یې تر دې ډېرې سختې وي!"

    واشنګټن ایران تورن کړی چې د سې شنبې په ورځ یې د ستراتیژیک هرمز تنګي کې پر لږ تر لږه درې بېړیو بریدونه کړي دي.

    د ایران د مذاکراتو مشر او د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به یوازې د ایران د ټاکل شویو ترتیباتو له مخې پرانیستل شي.هغه په اېکس کې ولیکل: "متحده ایالات لا هم نه دي زده کړي چې د ګواښ او ژمنو ماتولو سیاست نور بې پایلې نه پاتې کېږي." هغه زیاته کړه: "روښانه وایم: که تاسو برید وکړئ، پر تاسو به هم برید وشي."

    د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ویل شوي چې په کوېټ کې د عریفجاناوعلي السالم اډو، په بحرین کې د الجفیر او شیخ عیسی اډو او په اردن کې د الازرق هوايي اډې مهمې زیربناوې او تاسیسات په نښه شوي دي.

  13. وروستی, شمالي کوریا د خپل اټومي ځواک د پیاوړتیا خبر ورکړ

    د شمالي کوریا دولتي رسنیو اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي خپل اټومي ځواک "له کمیتي او کیفیتي پلوه"

    نور هم پیاوړی کړي او د خپلې پوځي استخباراتي ادارې، چې د سوېلي کوریا اړوندو فعالیتونو ته ځانګړې شوې، رول پراخ کړي.

    د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دا موضوع د پنجشنبې په ورځ د واکمن ګوند د مرکزي پوځي کمېسیون په غونډه کې وڅېړل شوه.

    پیونګ‌یانګ د خپل اټومي پروګرام له امله له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی. همدارنګه، شمالي او سوېلي کوریا له حقوقي پلوه لا هم د جګړې په حالت کې ګڼل کېږي، ځکه چې د ۱۹۵۰–۱۹۵۳ کلونو د کوریا جګړه د سولې د رسمي تړون له لاسلیک پرته پای ته رسېدلې وه.

    د راپور له مخې، د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې یو لړ اقدامات، له هغې ډلې د اټومي ځواک له کمیتي او کیفیتي پلوه پیاوړتیا، عملي کړي. همدارنګه، د پېژندنې او استخباراتو د عمومي ادارې د دندو او ماموریتونو پر پراخولو ټینګار وشو. دا د شمالي کوریا پوځي استخباراتي اداره ده چې د سوېلي کوریا اړوند عملیاتو مسؤلیت لري.

    د کوریا د ملي یووالي د انسټیټیوټ مشر څېړونکي هونګ مین ویلي، د شمالي کوریا دا اقدام ښيي چې پیونګ‌یانګ اوس دواړه کوریاوې تر پخوا ډېر د دوو "دوښمنو هېوادونو" په توګه ګڼي. د هغه په وینا، دا لیدلوری ښايي د اوسني اوربند پر بنسټ ولاړ وضعیت ځای ونیسي.

  14. د ایران پخوانی مذهبي مشر علي خامنه‌اي په مشهد کې خاورو ته وسپارل شو

    د ایران پخوانی مذهبي مشر علي خامنه‌اي په مشهد ښار کې د امام رضا زیارت کې خاورو ته وسپارل شو.

    د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، د علي خامنه‌اي د جنازې لمونځ د هغه مشر زوی مصطفیٰ خامنه‌اي ادا کړی و، او وروسته له ځایي وخت سره سم د شپې په لسو بجو د هغه تدفین ترسره شو.

    آیت الله علي خامنه‌اي د خپلې ''وصیت'' او د ''خپلوانو د وړاندیز'' له مخې د مشهد ښار د امام رضا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شو.

    د ''مشهد'' کلمه د ''شهید د ښخېدو ځای'' معنا لري، او همدې مناسبت ته په کتو دغه ښار ته ''مشهد الرضا'' ویل کېږي.

    په مشهد کې د امام رضا زیارت د پېړیو زوړ او اوږد تاریخ لري. ایران ته د ورتلونکو بهرنیو وګړو نژدې نوي سلنه د امام رضا د زیارت لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

    د ایران د پخواني مشر د جنازې او تدفین مراسم اووه ورځې مخکې په تهران کې پیل شوي وو او وروسته یېپه قم، کربلا، نجف او مشهد ښارونو کې دوام وموند.

    مجتبیٰ خامنه‌اي، چې د علي خامنه‌اي ځایناستی بلل کېږي، په دې هیڅ یوه مراسمو او پروګرامونو کې هم ګډون نه و کړی.

  15. د اسرائیل لومړي وزیر دفتر: ټرمپ له نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې

    د اسرائیلو رسنیو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران اړوند وروستیو تحولاتو په اړه بحث کړی دی.

    د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په بېلابېلو جبهاتو کې د ''همغږو اقداماتو'' په اړه خبرې کړې دي. دغه راز ویل شوي چې ټرمپ نتنیاهو د ایران پر وړاندې د امریکا د اقداماتو په اړه هم خبر کړی دی.

    په اعلامیه کې راغلي چې نتنیاهو د خبرو پر مهال د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د نږدې همکارانو پرهغو څرګندونو نیوکه کړې چې د اسرائیلو د موجودیت پر ضد بلل شوېدي. هغه د اسرائیل او لبنان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د امنیتي سیمو د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

    ترکیې په وروستیو ورځو کې د ناټو د مشرانو د غونډې کوربتوب کړی و. د دغه هېواد چارواکو څو ځله اسراییل تورن کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم د هڅو د کمزوري کولو هڅه کوي.

    بلخوا، اسرائیلو هم څو ځله اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي امریکا ترکیې ته پرمختللې ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې وپلوري. د راپورونو له مخې، دغه موضوع د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د اسرائیل د سفر د لغو کېدو له لاملونو څخه یوه بلل کېږي.

  16. د علی خامنه‌اي مشر زوی مصطفی خامنه‌اي د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ

    د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو، ټلویزیون' صدا و سیما' خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌اي د جنازې لمونځ د هغه مشر زوی، مصطفی خامنه‌اي، په امامت ادا کېږي. د هغه نور زامن، میثم او مسعود خامنه‌اي هم د جنازې د لمانځه په لومړۍ کتار کې ولاړ لیدل کېږي.

    تر دې مخکې د ایران دولتي ټلویزیون اعلان کړی و چې د علي خامنه‌اي د جنازې مراسم به په مشهد کې د ایت‌ الله حسین نوري همداني په امامت د جنازې له لمانځه سره پای ته ورسېږي. خو د نوموړي د نه شتون لامل تر اوسه نه دی اعلان شوی.

    د علي خامنه‌اي د مشر زوی لخوا د جنازې د لمانځه ادا کول یو ځل بیا د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د مجتبی خامنه‌اي نه شتون د پاموړ موضوع ګرځولې ده.

    مجتبی خامنه‌اي له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې په تهران کې د رهبرۍ پر دفتر برید وشو او ویل کېږي چې علي خامنه‌اي او د هغه د کورنۍ ځینې غړي پکې ووژل شول، نه یوازې په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، بلکې تر اوسه یې هېڅ غږیز پیغام هم نه دی خپور شوی.

    د ایران رسنیو خاورو ته د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌اي د سپارلو مراسمو انځورونه خپاره کړي چې ښيي نوموړی د مشهد په ښار کې د شیعه مسلمانانو د اتم امام په حرم کې دننه خاورو ته سپارل شوی دی.

    د مراسمو په ځای کې د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف، د قضاییه قوې مشر غلامحسین محسني اژه‌اي او محمد مخبر، چې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي مرستیال پاتې شوی، هم حضور لري.

  17. کاتس: د اسرائیل پوځ د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري

    د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتس وايي، د دغه هېواد پوځ د ایران پر ضد د ''پوځي عملیاتو د بیا پیل'' لپاره په بشپړ چمتووالي او تیارسۍ حالت کې دی.

    د سیمه‌ ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، کاتس چې د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې یې وینا کوله، زیاته کړه چې که اړتیا پېښه شي، دې عملیاتو کې ''پر ایران د درېیم ځل برید'' هم شاملېدای شي.

    اسرائیل د ایران د جګړې له پیل راهیسې په دې شخړه کې ښکېل پاتې شوی او د فبرورۍ پر۲۸مه یې له متحده ایالاتو سره یوځای یې پر ایران شریک بریدونه پیل کړل.

  18. ولې ټرمپ د ایران جګړې په تړاو "تل غوغا جوړوونکې" خبرې کوي؟

    په تېره اپرېل میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلانېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ډېره په بېلابېلو رسنیو، خپله خواله رسنۍ "ټروت" او ځینو مهمو غونډو کې د ایران جګړې په تړاو ضد او نقیض خبرې کړې دي.

    تېره ورځ یې د ترکیې په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې یو دم اعلان وکړ چې له ایران سره "اوربند‌" پاېته رسېدلی او "جګړه" بیا پیل شوې ده، څو ساعته وروسته یې د ایران پر ځینو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.

    په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ درې اونۍ مخکې یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک شوی و، نو له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا شوه چې د ولسمشر ټرمپ د دا ډول دریځونو تر شا به انګېزه څه وي؟

    ځینې ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ "فکري ثبات نه لري" او هره شېبه ممکنه ده چې خپله پرېکړه بدله کړي.

    خو ځینې سیاسي کارپوهان تر ډ‌ېره د ټرمپ دا ډول چلن د مذاکراتو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره یو"تکتیک" بولي.

  19. وروستی, سپاه پاسداران وايي، که په هرمز تنګي کې څوک "لاس‌وهنه" وکړي نو "غاښ‌ماتوونکی" ځواب به ورکړي

    د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران ویلي چې هرمز تنګی د دوی په واک کې دی او ګواښ یې کړی چې که څوک پکې "لاس‌وهنه" وکړي نو "غاښ‌ماتوونکی" ځواب به ورکړي.

    په سپاه پاسداران پورې تړلي‌ ایراني تسنیم خبري اژانس یې اعلامیه خپره کړې چې دغو ځواکونو په کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې یې "د تنګي امنیت ساتلی" او د دې سمندري لارې "تدریجي بیا پرانیستل" یې پیل کړي دي.

    په خبرپاڼه کې د سپاه پاسداران له خولې ویل شوي چې پر دې لار د تېرېدونکو بېړیو کچه اوس تر جګړې د مخه حالت ته ورګرېدلې یعني "شاوخوا ۵۰ سلنې" ته ختلې او د هغو کښتیو د تګ‌راتګ "زیاتولو ته دوام ورکوي" چې له ایرانه "اجازه اخلي".

    په خبرپاڼه کې راغلي، "موږ یو ځل بیا دا په ډاګه کوو چې نه پر دې ځمکه او نه هم پر هرمز تنګي کوم بهرني‌ ځواکونو د دعوې حق لري" او په وینا یې، هر ډول لاس‌وهنه به له "غاښ‌ماتوونکي غبرګون" سره مخامخ شي.

    د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا دا زیاتېده په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د وژل شوي پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي جنازه نن مشهد ته وړل شوې او هلته یې د جنازې وروستیو مراسمو ته زرګونه خلک ورټول دي.

  20. وروستی, په اردن کې د خطر زنګونه کړنګول شوي؛ وايي چې د ایران ۸ توغندي یې شنډ کړي

    د اردن دولتي اژانس د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د ویاند له خولې خبر ورکړی چې له ایرانه ورتوغول شوي اته توغندي یې په خپل فضايي حریم کې "شنډ" کړي دي.

    په ځینو سیمو کې د توغندیو چرې او پاتې شوني لوېدلي دي خو چا ته پکې د ځاني یا مالي تاوان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.

    تر دې مخکې په دغه هېواد کې د خطر زنګونه کړنګول شوي وو او دولتي‌ رسنیو خبر ورکړی و چې له ایرانه ور توغول شوي توغندي د اردن هوايي حریم ته ننوتي دي.

    د اردن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې له هر راز ګواښ سره مقابلې ته چمتو دي.

    امریکا چې په اردن کې پوځي اډه او سرتېري لري، لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

    ایرانیو رسنیو تر دې وړاندې امریکا تورنه کړې چې نن سهار یې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ یوې کارخونې ته نږدې برید کړی دی.‌