د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی دی.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له لوري عثمان سعادت او خالد احمدزی د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. سعادت په ۳۹ او احمدزی په ۳۱ منډو وسوځېد.
خو فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي لوبه وځلوله. دوی دواړو سلیزه ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ور واړوله.
فیصل شینوزاده ټولټال ۱۱۰ منډې وکړې او وسوځېد. ده ۱۵ څلوریزې ووهلې.
عزیرالله نیازي هم سلیزه ووهله او ناسوځېدلی پاتې شو
عزیر الله نیازی په سر کې ورو لوبه کوله خو په وروستیو اوورونو کې یې منډې چټکې کړې او په ۴۴ اوور کې یې درې څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.
عزیرالله په ۴۵ اوور کې هم پرله پسې څلوریزې ووهلې او د افغانستان ټولې منډې یې له ۲۵۰ واړولې.
دی په ۱۰۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
افغان ځوانانو د ټاکلو ۵۰ اوورونو تر پایه د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.
د هند له لوري ديپېش دیوېندرن او کنېشک چوهان دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
اوس به هند لوبډله توپوهنه کوي.