کار پوهان دا پېښه غیرمعمولي ګڼي. ځکه دا د الوتنې ډېره تکراري کرښه وه. د الوتنې پر مهال هوا او شرایط هم سم وو.
کارپوهان ټینګار کوي چې دا الوتکه یا بوېېنګ ۷۸۷ماډل د خونديتوب له مخې ډېره باور وړ وه، خو کارپوهان ټینګار کوي چې لا هم وختي ده چې وویل شي رښتیا ستونزه چېرې وه.
ائرانډیا لندن او برمینګهم ته ګڼې لارې او کرښې لري او د همدې الوتنې په څېر هره یوه يې په اونۍ کې له پنځو ډېرې الوتنې کوي.
کارپوهان وايي، د بوئنګ دا ماډل ۷۸۷لومړی ځل له داسې پېښې سره مخ کېږي.
بوئنګ امریکايي شرکت دا ماډل الوتکه څوارلس کاله وړاندې بازار ته وړاندې کړه، چې په ډريملائنر هم پېژندل کېږي او شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې بوئنګ شرکت په ویاړ سره وویل چې د هغو سپرلیو شمېر تر یو مېلیاردو تنو واوښت چې په دغو الوتکو کې یې سفر کړی.
د دغه ماډل ۱۱۷۵ الوتکو نږدې پنځه میلیونه الوتنې بشپړې کړې. کارپوهان يې ډېرې خوندي الوتکې ګڼي.
لومړی ګام چې وار له مخه پیل شوی دا دی چې د اسنادو لټون او ثبت پیل شوی. په ځايي کچه معلومات او اسناد راټولېږي، دا به بیا تحلیلېږي او بیا به یې له پایلو ټول لوري خبرېږي.
کارپوهان وايي چې دا پېښه به په پراخه نړیواله کچه وڅېړل شي. نړیوال ټیمونه به کار پرې کوي. امریکا، بریتانیا، هند او ځینې نور هېوادونه او ګڼ نور لوري به پکې ښکېل وي.
د ملکي الوتنو د خونديتوب ادارې، د بوئنګ شرکت استازي او نور اړوند نور چارواکي به وار له مخه د پېښې ځای ته روان شوي وي يا روانېږي. دوی به هلته ځي او پلټنې او څېړنې به کوي او معلومات به راټولوي.
د معلوماتو راټولول وخت نیسي، ځکه وړاندې له دې چې تحلیل یې وشي او پایلې یې نشر شي،
دا معلومات باید تائید او کره شي.