ارشیدا چې دا خبرې کولې، د کور په یوه ګوټ کې ناسته وه او د مشهور فرانسوي لیکوال ویکټر هوګو ناول بې نوایان ژباړه یې لوستله. دې نه غوښتل کمرې ته مخامخ شي او یا یې هم اصلي نوم یاد کړو.
د دې لپاره کتاب یوازینی څه دی، چې د څو شېبو لپاره له خواشینونکي چاپېریاله پکې پناه کېږي. ارشیدا د ښوونځي په ۱۱ ټولګي کې وه، چې طالبان واک ته ورسېدل او دې ایله یو بل کال وکولای شول، ښونځي ته لاړه شي.
طالبانو لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې (تر امر ثاني پورې) ښوونځي ته له تلو منع کړې، وروسته یې د نجونو او ښځو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او پروسږ کال یې نجونې طبي انسټیټیوټونو ته هم له تلو راوګرځولې.
دا ۲۱ کلنه نجلۍ چې پوهنتون ته له تګه محرومه ده، تر اوسه پورې په کور ناسته ده. ارشیدا اوس د ډېرو نورو نجونو غوندې د خپلې خواشینۍ کمولو لپاره د داستاني اثارو لیک او لوست ته مخه کړې ده.
دا وايي: '' د ناولونو شخصیتونه له داسې ستړو- ستونزو سره مخامخ دي، لکه افغان ښځې او نجونې چې نن سبا ورسره مخامخ دي. ځان راته د همدې کرکټرونو پر ځای ښکاري.''
بل لور دا هم ده، چې که د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي، نو د کتابتونونو دروازې یې تر اوسه پر مخ پرانیستي دي.
شبانه نزهت له هغو ښځو یوه ده، چې ډېری وخت کتابتونونو او کتاب پلورنځیو ته تګ راتګ کوي. دا فکر کوي، چې د ناولونو او کیسو لوستل یوه داسې لار ده، چې له محدودیتونو یې تر یوه حده ژغوري.
شبانه چې یوه لیکوال ده او په تېر کې ښوونکې وه، چمتو شوه، چې له کوره بهر راشي او کمرې ته هم مخامخ خبرې وکړي. ما د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې ولیده. مېړه یې هم ورسره و. د لیکوال خالد حسیني ناول ''هزار خورشید تابان'' یې لوست او ځینې نور ناولونه یې هم یاد کړل، چې لوست ته یې چمتو کړي دي. دا وايي:
''ډېرې ورځنۍ ستړې ستونزې داسې دي، چې ښځې یې ګالي او داستاني اثارو لیک او لوست ته د ښځو مخه کول اصلاً د ژوند له تریخو واقعیتونو د تېښتې په معانا دي، د یوه ناول لوست د درد دارو- درملو کار کوي.''
د شبانې په اند ښځې د ناولونو او په ځانګړې توګه په ناولونو کې د داسې ښځو له کرکټرونو الهام اخلي، چې مستقلې او د هوډ مېرمنې وي.
یوازې ښځې نه دي، چې ناولونه لولي. ډېری ځوانې نجونې او هلکان هم هڅونکي، د ځان او روان پېژندنې په کتابونو پسې ګرځي، چې ځان ښه وپېژني، عزت نفس تثبیت کړي او خپلې وړتیاوې زیاتې کړي.