تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

پاکستان کې سېلابونه؛ د مالي او ځاني زیانونو تازه مالومات

پاکستان کې د اټکل له مخې ویل کېږي چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی. خیبر پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي په وینا چارسدې سیمې ته نژدې د سېلابونو کنټرول یوه ورخ یا هیډورکس ته سخت زیان اوښتی. بریتانیا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون پونډه مرسته کړې اعلان کړې چې وايي د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو سازمان له لارې به د سېلاب اغېزمنو لاسنیوی پرې کېږي.

ژوندی پوښښ

  1. د بلوچستان سېلابونو کې څلور نور کسان مړه شوي, د ټول ټال مړو شویو شمېر تر زرو کسانو اوښتی

    په بلوچستان کې د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زيانونو کچه په زياتېدو ده. له طبیعي پېښو سره د مبارزې صوبايي ادارې PDMA ویلي، بېلا بېلو سيمو کې څلور نور کسان مړه شوي دي، چې هلته د مړو شویو شمېر ۲۳۸ تنو ته رسېدلی.

    د پي ډي ايم اې د مالوماتو له مخې، د بلوچستان په مختلفو ضلعو کې د سېلابونو له کبله څه د پاسه ۳۳ زره کورونه زیانمن شوي.

    همدا ډول د ۳۸۰۰۰د زیاتو غواګانو له وژل کېدو وروسته د مړو شوو څارویو ټولټال شمېر ۱۴۵۹۳۶ ته رسېدلی، له ۲۰۰ زرو جرېبو ډېره ځمکه او فصلونه له منځه تللي.

    د سېلابونو له امله ۱۰۰۰ کیلومتره سړکونه هم اغېزمن شوي دي، بارانونو او سېلابونو ۱۸ پلونه نړولي دي.

  2. وروستی, بریتانیا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون پونډه مرسته اعلان کړه

    پاکستان کې د بریتانیا عالي کمېشنرۍ ویلي چې هېواد یې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره ۱۵ سوه زره پونډه بېړنۍ مرسته کړې ده.

    د کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا بشردوستانه مرسته ده چې د سېلاب اغېزمنو سیمو ‌پر اړمنو خلکو به وېشل کېږي.

    سرچینه وايي، ملګري ملتونه به د سې شنبې او یکشنبې په ورځو د سېلاب وضعیت ته بیا کتنه وکړي.‌

    بریتانیا وايي له سېلاب اغېزمنو سره دا مرسته به د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لارې وشي.

  3. نوښار کې سېلاب ځپلي خوندي ځایونو ته وړل شوي

    د نوښار چارواکي وايي، وروستیو سېلابونو کې د اغېزمنو شویو سیمو خلک خوندي ځایونو ته لېږدول شوي.

    ښار کې پوځ، د سیمې مرستندویان او انتظامیه قوه بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

    په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مندوخېلو کې د بند د نړېدو له امه بندې کورنۍ هم خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي، خو اوبو په جي ټي روډ د خلکو د بې پروایۍ له کبله د بندو شویو کورنیو د لېږد مخه نیولې ده.

  4. ځینو پر ټویټر افغانستان کې د سېلابونو یوه وېډیو خپره کړې چې د پوځ الوتکه سېلاب کې د دوو ایسارو وګړو د ژغورنې لپاره کښېني او د سېلاب له منځه ژغوري.

    له دې وېډیو سره یې لیکلي چې دا افغانستان دی، کاشکي کوهستان کې پنځه وروڼه هم دغسې ژغورل شوي وای.

  5. عمران خان: د ریښتینې ازادۍ تحریک د خلکو مرستې ته دوام ورکوي

    پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د ریښتینې ازادۍ تحریک د سېلاب ځپل شویو مرستندویه کارونو ته دوام ورکړي.

    نوموړي پر ټویټر لیکل‍ي، د دوی مشرتابه هوډ کړی چې د سېلاب ځپلو وګړو د لاسنیوي لپاره به د راتلونکې دوشنبې په شپه یوه نړیواله ټیلیتیون غونډه وکړي.

  6. پاکستان کې د اټکل له مخې ویل کېږي چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی.

    خیبر پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي په وینا چارسدې سیمې ته نژدې د سېلابونو کنټرول یوه ورخ یا هیډورکس ته سخت زیان اوښتی، چې له کبله یې په چارسده، نوښار او شاوخوا سیمو کې د سېلابونو سخت خطر رامنځته شوی.

    د ایران او کوټې ترمنځ لویه لار جدید اباد ښار کې د یوه پله د زیانمنېدو له کبله یوځل بیا بنده شوې او د ځینو ښارونو اړیکې سره پرې شوي.

  7. "اوبه د انسان له قد سره برابرې شوې، کورونه له اوبو ډک شوي"

    د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې نوان کلي یو اوسېدونکی وايي، سېلابونو ډېر کورونه نړولي او ډېر کسان یې وژلي دي.

    دی وايي: "موږ ډېر جسدونه خښ کړل. ان هیرې هم سېلابونو وړې او خرابې کړې دي. ځینې کورنۍ بېرته قبرونه رغوي".

    "سېلابونو د خلکو د خلکو کورونه ویجاړ کړي او هرڅه یې وړي دي. له ځینو کورونو خلک وتلي او ځینو کې پاتې شوي او اوبو کې ډوب شوي".

    دغه استوګن وايي، دولت هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره کړې او اوس اوبه د انسان له قد سره برابرې دي.

  8. پېښور کې د تحریک انصاف غونډه لغوه شوې

    پېښور کې د تحریک انصاف جلسه (غونډه) د سېلابونو له کبله لغوه شوې ده.

    ددغه ګوند مشرانو ویلي، چې له سېلاب ځپلو سره به مرسته کوي.

    تحریک انصاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښور کې یې د عمران خان په مشرۍ غونډه لغوه کړې ده.

    د ګوند مشرانو ته لارښوونه شوې چې سېلاب ځپلو سیمو ته ورشي او د خلکو لاسنیوی وکړي.‌

  9. ځینې رپوټونه وايي، د پاکستان هر ایالت کې سېلابونه راوتلي،‌ چې د مخابراتو، او مواصلاتي لارو سیستم یې خراب کړی دی.

  10. وروستی, نوښار کې حفاظتي بند نړېدو خلک کوچېدو ته اړ کړي

    د خیبر پښتونخوا نوښار کلان مانه خېل کې د سېلابو نو له کبله حفاظتي بند نړېلی چې د سیمې خلک یې کډه کولو ته اړایستلي دي.

    ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي.

    چارواکي وايي، دا مهال له کابل سېنده د اوبو بهېدو کچه تر ۳۰۰ زره کیوسک لوړه شوې چې ښايي تر ۴۰۰۰ کیوسکه پورې هم ورسېږي.

  11. وروستی, د سېلاب له کبله د چشمه برېښنا بند تړل شوی

    پاکستان کې د چشمه د برېښنا بند چارواکي وايي، د سېلابونو له کبله د برېښنا یاد بند بند شوی، چې له امله یې یو-تر دوه مېګاواټه برېښنا پرې شوې ده.

    دوی وايي، په چشمه بند کې د اوبو جریان ډېر تېز دی او د برېښنا دا بند به تر هغو تړلی وي چې سېلابونه کمزوري او تېر شوي نه وي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بهر کې مېشتو پاکستانیانو نه غوښتي چې د سېلاب ځپلو لپاره مرستې راټولې کړي.

    له ټولو پاکستانیانو غوښتل شوي چې پر خواله رسنیو د مرستې راغونډولو اعلانونه وکړي.‌

  12. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بهر کې مېشتو پاکستانیانو نه غوښتي چې د سېلاب ځپلو لپاره مرستې راټولې کړي.

    له ټولو پاکستانیانو غوښتل شوي چې پر خواله رسنیو د مرستې راغونډولو اعلانونه وکړي.‌

  13. وروستی, "یا الله خیر!"

    د بلوچستان کوټې او نورو سیمو ځینو سېلاب ځپلو خلکو اعتراضونه کړي چې مرستې نه دي ور رسېدلې.

    د پاکستان پر حکومت نیوکه کېږي چې سلګونه پوځي او ملکي چورلکې لري، خو د اغېزمنو شویو سم لاسنیوی یې نه دی کړی.

    په وېډیو کې چې ښکاري د خیبر پښتونخوا کوهستان کې ثبت شوې ده، پنځه کسان سېلاب کې ایسار ښکاري،‌ چې بالاخره اوبه یې وړي.

    له سېلاب بهر د (یا الله خیر) نارې وهي.

  14. پر خواله رسنیو د پاکستان د سېلاب ځپلو سیمو انځورونه لاس په لاس کېږي.

    په دې وېډیو کې ښکاري چې سېلاب دا ودانۍ وړې ده. ځینې رپوټونه وايي، چې سېلابونو کې تر ۹۳۵ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۳۳ میلیونه اغېزمن شوي.

    دا پاکستان کې څو لسیزو کې تر ټولو ناوړه او خونړی طبیعي ناورین بللی شوی.

  15. چارسده کې ۱۷ مرستندویه کمپونه جوړ شوي

    د پاکستان پي ډي اېم د رپوټ له مخې، چارسده کې د ۱۸۰۰۰۰ خلکو د خوندیتوب لپاره د مرستې ۱۷ کمپونه جوړ شوي چې اوسمهال هلته ۲۲۳۰ کسان وړل شوي دي.

  16. سېلابونو د بلوچستان مستونګ باغونه او کروندې لاندې کړې

    له کوټې سره ګاونډ مستونګ ولسوالۍ کې د خلکو باغونه او کروندې تر سېلابونو لاندې شوې دي.

  17. وروستی, د ایران-کوټې ترمنځ تګ راتګ ځنډول شوی

    د ایران او کوټې ترمنځ لویه لار یوځل بیا بنده شوې او د ځینو ښارونو اړیکې سره پرې شوي.

    خبریال محمد کاظم وايي، جدید اباد ښار کې یو پُل زیانمن شوی چې د ایران او کوټې ترمنځ اړیکه یې غوڅه کړې ده.

    پله کې د ستونزې له کبله له دواړو غاړو د ګاډو تګ راتګ ځنډول شوی دی.

    په دې سره له چټکو لارو له ټول بلوچستان سره د نورو څنګلورو سیمو اړیکه هم غوڅه شوې ده.

  18. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په سجاول کې د سېلاب ځپلو سیمو لیدو ته ورغلی.

    محمد شهباز شریف د سجاول سېلاب ځپلې سیمې ګل محمد اپلانو کلیوالې سیمې ته ته ورغلی او ځینې انځورونه یې پر خواله رسنیو خپاره شوي دي.

    په یادو سیمو کې د اغېزمنو شویو خلکو لپاره د بېړنیو مرستو وېش روان دی.

  19. د کوټې سېلاب ځپلي: موږ سره مرسته نه ده شوې

    کوټه کې د سېلاب ځپلو سیمو ځینو خلکو دوی ته د مرستو نه رسېدو له کبله احتجاج کړی.‌

    د کوتې بېلابېلو سیمو کې سېلاب ځپلي خلک راوتلي او وايي، دوی ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو چا یې مناسب لاسنیوی نه دی کړی.‌

    دا خلک په کلي کراني، میان غونډۍ او نورو سیمو کې راوتلي.

    د میا غونډۍ یوه چارواکي میر ضیاءالله د احتجاج ختمولو هڅه کړې ده.

    نوموړي ویلي، اغېزمنو شویو خلکو سره به لازمه مرسته کېږي او بېړنۍ ستونزې به یې حلېږي.

  20. د بلوچستان بهاګ ناړۍ کې سېلابونو ګڼ کلي لاندې کړي

    د بلوچستان بهاګ ناړۍ سیمه کې سېلابونو ځینې کلي لاندې کړي او خلک یې کوچېدو ته اړایستلي دي.

    سېلاب ځپلو سیمو ته ځینې وړیا ټیلیفوني کرښې جوړې شوې. د پاکستان د مخابراتو ادارې یا (پي ټي اې) او د ګرځنده ټیلیفون چتو کوونکي (سي اېم او اېس) ویلي، سېلاب ځپلو سیمو ته یې وړیا ټیلیفوني کرښې جوړې کړې دي.